ایکناخبری آژانس د مسلم ۵۰۰ له قوله راپور راکړ،په اردن کې یوې اسلامی موسیسې د کال پنځه سوه غوره مسلمانانو لیسټ خپورکی دی چې د اسلامي انقلاب سترلارښود حضرت آيت الله العظمی سیدعلی خامنه اي،ایت الله سید علی سیستاني او سید حسن نصرالله ددغه لیسټ په پنځوسو غوره اسلامی شخصیّتونو کې ذکر شوي دي.
ددغه لیست په غوره شخصیّتونو کې د ترکیې د ولسمشر،د قطر د امیر،د اردن دپاچا،د الازهر د امام احمد الطیب،سید حسن نصرالله،مقتدی صدر،محمد صلاح او د مسلمانانو ځينو نورو مشهورو څيرو نامې هم ترسترګو کیږي.
په دغه لسټ کې همداراز د جمعیت علمای هند(د هندوستان تر ټولو پخوانی او پيژندل شوی تنظیم)مشرمولانا محمود مدني د ۲۰۲۳کال د غوره سړي او په انګریزي ژبې د اسلامی آثارو د ژباړنې میرمن عایشه عبدالرحمان بولی د ۲۰۲۳کال د غوره میرمنې په توګه ټاکل شوي دي.
دغه کسان د دولسو څانګو په اساس،یعنی دعلمی،سیاسی،د دینی چارو د اداره کولو،د معنوي لارښودو او مبلغانو،د خیریه اوانسان دوستۍ د چارو،د اجتماعي ،تجارت،علم اوټيکنالوجۍ د مسئلو، دهنر اوفرهنګ،د قرآن دقاریانو ،رسندویو ،سپورټي ستورو او افراط پالو د چارو په اساس ټاکل کیږي.
په هرې برخې کې ټاکلی کسان د جغرافیائي سیمې (مینځني ختیځ او شمالی افریقا،د افریقا دصحرا د جوب ،آسیا،آوقیانوسیې،اروپا،شمالی امریکا، جنوبی امریکا) په اساس،وروسته د الف بتا په ترتیب سره د هیواد په اساس او په نهایت کې د کورنۍ نامې په اساس برابریږي.
د اردن د اسلامی سټراټژيکو مطالعاتوسلطنتی مرکز له ۲۰۰۹کاله راپه دې خوا د مسلمانانو د تر ټولوغوره او اغیز شیندونکو پنځه سوه شخصیّتونو لیست خپروي.