IQNA

د پاکستان په پيښور کې د؛خاتماالانبیاء(ص)،د وحدت چورلیز؛سیمنار ترسره شو

15:16 - November 08, 2022
د خبر لمبر: 3486430
 ایکنا-(تهران) د  پاکستان د پيښور د  امامیه جرګې په همت او په پیښور کې د ایران د کلتوري خونې په ملتیا سره د؛خاتم الانبیاء،د وحدت چورلیز؛په نامې سره سمینار په دغه ښار کې ترسره شو.

ایکناخبري آژانس د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې له قوله راپور راکړ،دغه سمینار  د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې د پيښور په آغا ل ګنج  امامباړې کې د  ایران اوپاکستان د عالمانو اومتفکرانو په شتون سره ترسره شو او په پیښور کې دایران دکلتوري خونې مشر مهران سکندریان په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئیل،بصیرت،دښمن پيژندنه،د یوه بل دعقایدو احترام او زغمل، د فرعي اختلافاتو څنګةکول،د حقیقي اتحاد اویوزړتوب د رامینځةکولو لپاره مهمه او اغیزشیندونکی روښانه لار غوره کول او ددښمنانو دفتنو او درز اچونو پيژندل دي چې دا د اسلام د غوره عالمانو،روڼ اندو مسلمانانو،ریښتینی لیکوالانو او حقیقت غواړو مبلغانو یوه مهمه او اغیز  شیندونکي دنده اومسئولیّت دی.

هغه زیاته کړې ، د اسلامی نړۍ متفکران د وحدت او یووالی د منشور په برابرولو او د ایران د  اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د اسلامی ماډرن تمدن دنظرئې په بیانولو کې په ګام پورته کولو سره،د بشریّت کشتۍ،د نړیوال نوی نظم  په لړ کې د  انسانانو د خیر اونیکمرغۍ په لور د حرکت لپاره هدیاتولی شي.

سکندریان ووئيل،اسلامی وحدت،په اسلامی نړۍ کې د متفکرانو،عالمانو او اغیزشیندونکو شخصیّتونو په ځانګړي اهتمام او د یوزړتوب  په سیوري کې تحقق مومي. 

د پروګرام په دوام کې دپاکستان د متحده امن کمیټې مشر مولانا اقبال شاه حیدري د اسلامی وحدت په باب د مقالو او کتابونو دخپرولو او چاپولو،د سمینارونو  اوکنفرانسونو دترسره کولو لپاره په پیښور کې د ایران دکلتوري خونې په ستاینې سره ووئيل،شیعه اوسنی عالمان او د دوو مذهبونو پيروکار   د اسلامی وحدت دتحقق په لړ کې د درستو هلوځلو ،سمینارونو ،او کنفرانسونو  د ترسره کیدا نتیجه او  عملی نمونه ده. په دغو دستورو کې همداراز د پيښور د جمیعت علمای اسلام ف څانګې مشر مولانا مسکین شاه هم پخپلې وینا کې ټينګار وکړپر خداوندمتعال سربیره،قرآن کریم او نورو مشترکات،حضرت خاتم الانبیاء(ص) د اسلامی وحدت چورلیز او د اسلامی نړۍ دسرلوړۍ اوبریالیتوب  چورلیز دی.

https://iqna.ir/fa/news/4097454  

captcha