IQNA

په جرمني کې مسلمانان او جوماتونه یوځل بیا له جدی ګواښ سره مخ شوي

6:38 - November 11, 2022
د خبر لمبر: 3486445
ایکنا-(تهران)د جرمني پشمول په ا روپائي هیوادونو کې په همداوروستیو میاشتو کې اسلام ضده اقدامات په اوڅاره توګه زیات شوي دي او هره ورځ یا جومات ګواښل کيږي او یا هم د مسلمانانو سپکاوی کیږي.

ایکناخبري آژآنس د ایران پریس له قوله راپور راکړ،د جرمني ګوتینګن ښار د جومات مدیریّت پرون د یوې ګواښونکي او توکمیز لیک دترلاسه کولو خبر ورکړ.

د ګوتینګن ښار دجومات مسئولانو په یوې اعلامیې کې ددې خبرې په کولو سره چې دغه جومات یوځل بیا د توکمپالو له ګواښ او سپکاویو سره  مخامخ شوی ووئيل،ناپيژاندو کسانو په دغه لیک کې له ګواښونکو ،سپکو او نازي ډوله ژبې ډکو  جملو څخه استفاده کړې ده .

له دې مخکې هم د ستمبر په دوویشتمه نیټه په دغه جومات ناپيژاندو کسانو حمله کړې وه.

 دجرمني مسلمانانو تردې دمه په کرتو په دغه هیواد کې په اسلامی مرکزونو اوجوماتونو باندې د حملو او په اسلام ضده اقداماتو خپله ژوره اندیښنه بیان کړې او ددغو مرکزونو په ساتنې کې ئې  دامنیتی تدبیرونو د زیاتولو غوښته کړې ده.

په کلي توګه په لویدیځ کې اسلام ضده اقدامات د مسلمانانو په ضد د دوسیو دجوړولو،د اسلامی مقدساتو اومرکزونو سپکاویو او د اسلام په ضد د پراخو پروپيګنډو په څير فعالیتونو سره ترسره کیږي.

https://farsi.iranpress.com/europe-i222586-

captcha