IQNA

په کویټه کې د؛علامه اقبال او ملک العشراء،د اسلامی امت دوستي؛نومې سمینار ترسره شو

15:47 - November 13, 2022
د خبر لمبر: 3486455
ایکنا-(تهران)د ؛علامه اقبال او مل الشعراءبهار افکار او داسلامی امت ترمینځ دوستي ؛ په عنوان سره ادبی سمینار،پرون   د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کې  د ایران په کلتوري خونې کې ترسره شو.

ایکناخبری آژانس له کویټه راپور راکړ،دغه سمینار ، دپاکستان د لسګونو علمي شخصیّتون،،متفکرانو،شاعرانو او ادیبانو په شتون  سره ترسره شو اوددغه سمینار په پیل کې د اهل سنت یو تکړه قاری عبدالوهاب  دقرآڼ کریم یو شمیر آیتونه تلاؤت کړل.

د پاکستان په کویټه کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري خونې مشر سید حسن تقي زاده  په دغه سمینار کې پخپلې وینا کې  ووئيل، د وطن دوستي ،د اسلامی امت ترمینځ دوستي او د اسلامی امت ویښتیا  د اقبال لاهوري او ملک الشعراء غورّ ځانګړنې دي.

  په دوام کې د ملک الشعراء بهار په باب یو کلیپ هم خپور شو چې په هغه کې ددغه  مشهور ایراني شاعر پر ژوند لیک ارزونه شوې وه.

همداراز ددغه سمینار یو ه بل ویناوال منیر بادینی  هم پخپلې وینا کې ټينګار وکړ، علامه اقبال باید یوازې یو روحاني ونه ګڼل شي،هغه له اسلامی شاعر څخه ورآخوا یو لا یوي متفکر او ستر شخصیّت ؤ او د هغه ترټولو غوره او ښه افکار، د هغه په نثري پيغامونو کې  هم لیدل کیدلی شي چې لازیات په انګریزي ژبې دي.

د کویټه د ؛ الحمد ؛پوهنتون مسئول  شکیل روشن هم پخپلې وینا کې ووئيل،په تیرې پیړۍ کې سترو شخصیّتونو نړۍ  ته وښودله  چې د علامه اقبال  او ملک الشعراء بهار ددغې پيړۍ غوره ډالۍ بلل کیدلی شي چې  هردواړه غوره معلمان، شاعران، متفکران او سیاسی شخصيّتونه وو چې په مختلفو ټاټوبو او ځایونو کې ئې د اسلامی امت د سرلوړئ لپاره  ډيرې هلې ځلې کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4099171/%D9

captcha