IQNA

قرآني علمونه/2

د قرآن له نظره د زړه کړنې او کړچار 

13:55 - November 15, 2022
د خبر لمبر: 3486461
ایکنا-(تهران)پوهان او متفکران اوس دې نتیجې ته رسیدلی دي چې زړه هم فکر کوي،هم فرمان ورکوي او هم درک کوي،هغه شیان د قرآن له آیتونو سره سمون خوري ،داسلام د ګران پیغمبر(ص)معجره ده. 

ایکناخبری آژانس راپور راکوي،د مصر د قاهرې د پوهنتون د مغزو او اعصابو دډلې د طبي پوهنځي یو استاد او متخصص ډاکټر  نهي ابو کریشه د؛ القلب لیس مجرد مضغة(زړه یوازې د بدن پمپاژ یا پمپ  نه دی) په عنوان سره یو یاددښت خپور کړی دی چې د قرآن کریم د آیتونو او د نننیو پوهاندو د مطالعاتو په اساس ئې د زړه اوصاف بیان کړي دي،چې دا ئې دبدن له یوه غړي ورآخوا بللی چې په سینې کې د په بدن کې د وینې د ګردش دنده ترسره کوي او زړه،د تعقل او احساساتو او عواطفو مرکز یعني د انسان د آزادۍ درست فعالیتونه معرفي کوي.

ددغه یاددښت په دوام کې لیکلی دي ،خداوندکریم په قرآن کریم کې د انفال سورې په دوهم آیت کې فرمائي ؛ «إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آَيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ:؛ مومنان هماغه کسان دي چې کله ورته خدای یادشي،د دوي زړونه ویریږی اوکله دهغه آیتونه ورته ولوستل شي،نو بیا ئې ایمان نوره هم زیاتیږي او پر خپل پروردګار توکل کوي.:

په دغه آیت کې د زړه کار ته اشاره شوې ده،البته نه هغه شان چې پوهانو وئيلی وو چې زړه د بدن یو پمپاژ با پمپ دی چې وینه ټول بدن ته رسوي اوله احساساتو اوعواطفو سره څه ربط نه لري.

خداي تعالی د رعد سورې په اته ویشتم آیت کې هم فرمائي«أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ:؛ پوهه شئ چې دخديآ په یاد سره زړونه  آرامښت مومي::

همداراز بیا دحج سورې په ۵۳آیت کې هم فرمائي؛«لِيَجْعَلَ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ فِتْنَةً لِلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ:؛تر هغه څه پورې چې شیطان ئې القاکوي،د هغه کسانو لپاره چې په زړونو کې ئې ناروغي ده او(هم) د سخت زړو لپاره یو امتحان کیږي او ستمګران او ظالمان په لوي او اږدۀ امتحان کې دي

دغه راز د قرآن کریم د همدې حج سورې په ۵۴آیت کې لولوو؛ « َلِيَعْلَمَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَيُؤْمِنُوا بِهِ فَتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ وَإِنَّ اللَّهَ لَهَادِ الَّذِينَ آَمَنُوا إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيم:او دعقل خاوندان دې پوهه شي چې هغه حق او د تا د پروردګار لره دی ااو په هغه ایمان راوړي او دهغه په وړاندې د دوي زړونه خاشع شي او بې شکه خداوند په سمه لاره د مومنانو هدایتونکی دی:

پر دې اساس،خداوندمتعال د زړه کار معلوم کړی دی.زړه آرامه کیږي،زړه ناروغه کیږي او زړه خاشع،ویرونکی او د کاڼي په شان سختیږي.

خدوندمتعال د زمر سورې په ۲۲ او ۲۳آیتونو کې هم فرمائي؛«أَفَمَنْ شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِنْ رَبِّهِ فَوَيْلٌ لِلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ أُولَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ؛ اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُتَشَابِهًا مَثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ: نو آیا هغه کس چې خدای ئې سینه د اسلام د منلو لپاره ستره کړي او (په نتیجې کې)د خپل پروردګار له خوا له یوه نوره برخمن کیږي(هماغه د سخت زړي کس په شان)،نو واي وي پرهغو چې د سخت زړیتوب له امله  خدای نه یادوی، همدوي دي چې په ګمراهۍ ککړ دي،خداتر ټولو ښې خبرې د کتاب به شکل کې د وعد وعید ضمانت کونکي په شکل کې نازلې کړي دي دوی چې له خپل پروردګاره ویریږيد دوی د بدن پوستکی ورڅخه لړزیږي نو بیا د دوي زړونه او د دوي پوستکی د خدای دخداي په یاد کې نرمیږي.دا دی د خدای هدایت هرڅوک چې وغواړي نو خپل ئې کړي او ورسره لاره کچ کړي او هرڅوک چې خداي ګمراه کړي،نوهغه ته سمه لارښونکی نه دی::

دغه آیت هم پر دې دلیل دی چې زړه نرم او سخت کیږی،د زړه  مادي ځانګړنې دا دي چې په راتلونکي برخې کې به پرې وغږیږو او هغه  واقعی کیسې به روایت کړو چې لویدیځي رسندوئې ئې وړاندې کوي او په نړۍ کې باؤري  تخصصي عملی مجلو او خپرونو  خپرې کړي دي.

captcha