IQNA

بلواګرو د اسلامي نظام اقتدار په شیشت کې راوستی دی

18:52 - November 18, 2022
د خبر لمبر: 3486473
ایکنا-(تهران)د تهران د جمعې لمانځه خطیب جوته کړه نن سبا ټول ایمان د ټول کفر په وړاندی دریدلی او امریکا،صیهونیسټ رژیم، فرانسه،انګلستان د خلکو ضد کرکیجې ترهه ګرې ډلې ټپلې،منافقین او سلطنت غواړی ډلې میدان ته راوتلي دي او له اسلام سره کینه لری ځکه چی که دین سره یې کینه نه درلودلئ نو د روحانیت سپکاوې به یې نه کاړه او قران او جومات ته به یې اور نه اچوه.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت ا... سید احمد خاتمي پولیس ، پوځ ، سپاه او بسیج د ایران د اسلامی جمهوریت د اقتدار د سمبول په توګه یاد کړل او ویې ویل د اسلامی نظام اقتدار ته تاوان رسول د بلواګرو هدفونه دي .

خاتمی د دوکانونو د تړلو او بازار د چټی کولو لپاره کاسبانو ته د بلواګرو ګواښ ته په اشارې سره وویل کاسبان او دوکانداران به د بلواګرو ګواښونو ته پام ونکړي او هغو هم چی خپل دوکانونه یې وتړل ، د بلواګرو او خپلو شتمنیو ته د تاوان رسولو له ویرې وو .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب جوته کړه نن ټول ایمان د ټول کفر په وړاندی ګرځیدلی او امریکا ، صیهونیسټ رژیم ، فرانسه ، انګلستان  ، کرکجنې ، خلکو ضد ، منافقین او سلطنت غواړی ډلې میدان ته راوتلي دي او له اسلام سره کینه لری ځکه چی که دین سره یې کینه نه درلودلې نو د روحانیت سپکاوې به یې نه کاړه او قران او جومات ته به یې اور نه اچوه .

د تهران د جمعې لمتانځه خطیب له قضاییه قوې د بلواګرو د مشرانو محاکمې او ډګر ته د سملاسی ورداخلیدا په خاطر قدرونه وکړه او ویی ویل ځینې بلواګر درې ډوله دي،لکه قاتلان، مخالفان او یاغیان دي او باید د اسلامی سزاکانو د قانون په اساس،د داخلی امنیت ضد اقدام ، د دروغو خپرولو ، په اقتصادي نظام کی دګډوډی ، ناامنی ، سوزولو او ویجاړولو په دلیل محاکمه شي .

 https://parstoday.com/ps/news/iran-i123724

 

captcha