د استاد محمد عبدالعزیز حصان شخصیّت(۱۹۲۷- ۲۰۰۳) او د دقرآن کریم دتلاؤت د ډګر دغه لوی استاد تلاؤتونه او حال او احوال،د لطافت ، ځيرتیا او هوش پر چورلیزتوب او مدار ولاړ دی. هغه نه یوازې د تخنیکی مسئلو په دلیل په لوړه درجې کې دی ،بلکې د حس مؤلفه هم د حصان به تلاؤتونو کې مشخصه ده.
استاد حصان درستې مؤلفې دیوه ویاړمن تلاؤت لپاره دي ، په دې معنا چې دحصان تلاؤتونه ،د قرآڼ دتلاؤت دهنر او دلوستلو د انداز ترمینځ جامع دي.
هغه لومړنۍ موضوع چې د حصان په تلاؤتونو کې ورته توجه کیږي،د هغه د لوستلو انداز دی چې تقریبا له ټولو قاریانو سره فرق کوي. هیڅ یو تلاؤت داستاد حصان تلاؤت ته ورته والی نه لري.ممکنه ده د استاد شعشاعي تلاؤت تر یوه هغه له هغه سره ورته والی ولري ،خو د استاد حصان تلاؤتونه یوه ځانګړي نسخه ده.
یو هغه دلیل چې د استاد حصان تلاؤتونه ئې دکمال دغې درجې ته رسولي دي، چې هغه د غږ او لهجې په زمینو کې او موسیقۍ د فهم په زمینې کې په لومړۍ درجې کې ؤ.
کله د حصان دتلاؤتونو فضا ته واریدیږو،نو متوجه کیږو چې که څه هم د هغه له سټایل څخه تقلید یو سخت کار دی،خو داسې نه ده چې اصلا د هغه له تلاؤتونو بیلګه وانخستل شي. استاد حصان د هغه یوې یوې کلمې لپاره چې ئې لولي ، پروګرام لري. پر دې اساس د هغه دتلاؤت یوه بله مؤلفه، دکلماتو په حد کې د جزئياتو ته دهغه توجه ده.
له بل پلوه استاد حصان پر ابتداء او وقف ډير زیات تسلط درلودلی دی. پر دې اساس هغه هیڅکله یو اړخ نه درلود او د قرآن دتلاؤت په مختلفو اړخونو او رود و مسلط ؤ.