IQNA

د قرآن د تلاؤت هنر/2

شیخ رفعت؛د قرآن کریم په ډیر په زړه پورې تلاؤت کې یو نابینا نابغه دی.

17:01 - September 06, 2022
د خبر لمبر: 3486186
ایکنا-(تهران)شیخ محمد محمودرفعت په مصر کې د قرآن د قرائت یو نابغه کس ؤ. هغه سره له دې چې یو نابینا ؤ،خو دخپل یوه باطنی حس په کارولو سره ئې د قرآن کریم دقرائت  یو خاص سټایل  وړاندې کړ، داسې چې د شیخ رفعت سټایل  له نورو قاریانو سره مختلف شوی دی.

شیخ محمد محمود رفعت (1950-1882) په امیر القراء مشهور، په ۱۳۰۰قمری کال کې  دمصر په قاهرې کې زیږیدلی ؤ او د یوې ناروغۍ له امله له شپږکلنۍ مخکې ئې خپله بینائي له لاسه ورکړه. دغه ناروغي اونابیائي د شیخ رفعت د ژوند یو مهم پیچومی دی. په نابغه قاریانو کې  څو کسانو ته اشاره کولی شو چې  نابینا وو، په هغو کې استاد حصان ،محمد عمران، محمود رمضان،سعید مسلم او محمد محمود رفعت شامل وو. ددغو قاریانو په تلاؤت کې،دتلاؤت یوازې تخنیکي  بحث مطرح نه ؤ،بلکې یو خاص معنویّت  هم پکې موجود دی چې دا موضوع د استاد رفعت  په تلاؤت کې له نورو لا غوره ده.

دماشوموالي په هغه پړاؤ کې چې استاد رفعت پکې نابینا شوی ؤ،د پلار په هڅونې سره  ډير زر د قرآن کریم له تلاؤت سره بلد شو او ورڅخه ډير زیات اغیزمن شو.هغه خپلو شاوخوا کسانو ته ځیری ورکړ چې یو ځلانده راتلونکی د شیخ رفعت په انتظار کې دی او ډير زره به دی دنړۍ یو لوي قاری شي او وروسته همدغه پيښه رامینځةشوه.

د شیخ رفعت حرفه وي ژوند په دوو پړاؤنو ویشل کیدلی شي، یو پړاؤ ئې تر ۳۲کلنۍ پورې دی چې ترهغه وخته د قرآن کریم  دقرائت په غونډو کې  له میکروفون څخه استفاده  نه کیدله او هغه قاریان چې لا پیاوړی غږ ئې درلود،خلکو به ورته لازیاته توجه کیدله او د دوي هرکلی به له نورو زیات کید.خو د رفعت د حرفه وي ژوند ورپسې پړاؤ،یعني له ۳۲کلنۍ  وروسته چې له میکروفونه هم پکې استفاده کیدله ، په دغه پړاؤ کې د استاد رفعت  دتلاؤت خاص  ټکتیکونه او دلهجې ظرفیَتونه  واوریدل شول او په مصر اودرستې نړۍ کې  لازیات خلکو د هغه تلاؤت واورید. د شیخ رفعت دتلاؤت ترټولو مهمه مؤلفه ،د هغه دتلاؤت  یو معنویت دی او بله ئې په په اصلاحي سټایل سره تلاؤت دی چې دغه اصلاحی تلاؤت په قاریانو کې ډیر کم لیدل کیږي. یو ډول وئیل کیدلی شي ، د شیخ رفعت تلاؤتونه ،یوډول معنا پال دی، یعنی که څوک په عربی هم نه پوهیږي، نو حس او حال  چې رفعت  ئې د آئيتونو د لوستلو په وخت  لري ،هر آوریدونکی تر اغیزو لاندې ورولي.

دشیخ محمد محمود رفعت  دا تشریحات د ایران دیوه نړیوال قاری حمید رضا نصیری دخبرو له غورچاڼه راخستل شوي دي .

captcha