کامل یوسف په ۱۹۲۲کال کې زیږیدلی او د ۱۹۹۶کال د جون په دوهمه نیټه ئې هم له نړۍ سترګې پټې کړي دي.هغه په ؛بهتیم کلي کې زیږدلی دی.پلار ئې د کلی یو قاری ؤ.په مصر هیواد کې د تلاؤت غوره شخصیَتونه او قرآني ښکارندې له کلو پنځیدلي دي او دغه وړتیاوې د کلو په ساده فضاؤ کې موندل کیږي.استاد کامل یوسف هم د هماغو قاریانو په لیکه دی چې وړتیاوې ئې په کلي کې کشف کیږي.
د هغه پلار دی په شپږ کلنۍ کې د قرآن د تلاؤت فضا ته وارد کړ،له لس کلنۍ مخکې د ټول قرآن حافظ شو دهغه په ماشوموالی کې هم وخت داسې تیر شوی چې د دیني نغمو ډير زیات لیواله ؤ.
د تلاؤتونو تمرین او مشق سبب شو چې د هغه هنری لوړ ظرفیّتونو وپنځيږی او ټول ووینی چې ددغه قاری په وړاندې څورمه روښانه راتلونکی دی.
کامل یوسف په همدې زلمیتوب عمر کې له استاد محمد الصیفي سره آشنا شو او ورڅخه ډير متاثر شو . کامل یوسف د تقلید دومره زیات قدرت درلودچې په هماغه لومړیو کې ورته استاد محمد الصیفي متوجه شو چې د کامل یوسف په وجود کې خاص وړتیاوې شته دي او لیواله شو چې پر دغې ښکارندې پانګونه وکړي. کامل یوسف ئې د قاهرې پشمول دمصر مختلفو ښارونو ته بوتلو،څو هلته تلاؤت وکړي . په دغه وخت کې وه چې خلک له کامل یوسف سره بلد شول.کامل یوسف هڅه وکړه له شیخ محمد رفعت او محمد سلامه څخه استفاده وکړي او د دوي د تلاؤتونو رودې وسټایلونو څخه ګټه پورته کړي.
یو هغه مهم ټکی چې د استاد کامل یوسف د تلاؤتونو د ودې په بهیر کې ورته توجه شوې ده ،دا دی چې هغه زیاتره قاریان چې د مصر په طلائي دوران کې ځلیدلي دي ، په معاهدالقرائات کې شتون درلودلی دیاو هلته ئې د قرائت زده کړي کړی دي، خو کامل یوسف یوازې د درو استاذانو د تلاؤت په آوریدو سره چې نومونه ئې واخستل شول،وتوانید، په تلاؤت پوهه شي او دتلاؤت منطق ته و رسیږي او په زړه پورې تلاؤتونه وړاندې کړي او د یوه سټایل خاوند شي.