IQNA

د قرآن  دتلاؤت هنر/5

د قرآن په قرائت کې د استاد منشاوي د سټایل ځانګړنې

16:40 - October 11, 2022
د خبر لمبر: 3486314
ایکنا-(تهران) د قرآن کریم ډیری قاریانو د استاد منشاوي د غږ په آوریدو سره له قرائت سره  مینه پیدا کړې ده.ځکه  چې  دهغه تلاؤت ډير په زړه پورې غږ سره دی  او د هغه دتلاؤت  له سټایل څخه تقلید چې خاص ظرافتونه او ځانګړنې لري،د قرآن قرائت ځوان قاریان ئې د پرمختګ په لارې سم کړي دي.

استادمحمد صدیق منشاوي یوهغه مصری قاری دی چې  په عین توانمنۍ اود قرآن کریم پر مختلفو سټایلونوباندې په مسلط کیدا سره ،دقرآئت لپاره ئې ډيره سادګي غوره کړې وه ،خو دغه سادګۍ خاص چوکاټ اوقواعد درلودل.دغه سادګي بده نه ده  او یو داسې چوکاټ مشخص کوي چې له نورو سټایلو نو سره ددغه سټایل د توپیر او بیلیدا سبب شوی او د سټایل انداز ډیر اوچتوي.

یوبل ټکی د هغه دغږ یووالی  ؤ،یعني  له بم څخه تر اوج پورې  او له تر ټولو ټيټه ترټولولو لوړې درجې پورې  دغږ توانمني او نرمښت بشپړ یو شان دی . قاريان په بم کې لاکمزوري  دي او د غږ په اوج کې لاښه وي ،خو استاد منشاوي په د غو ټولو درجو کې په یوه اندازه مسلط دی چې ډيره عجیبه ښکاري.

همداراز خداي بخښلی منشاوي هیڅکله هم بیړه نه کوله،یعني په هغه اندازه چې تسلط ئې د رلود،وړاندې کوو ئې  او بیړه ئې هم نه کوله،دلیل ئې هم د هغه دآرامښت اندازه ده .دا د  غږ او لهجې له پلوه د  استاد منشاوي دتلاؤتونو دسټراټژيکې ځانګړنې دي. د استاد منشاوي دتلاؤت مکتب  دهغه له خپل پلار سره هم مختلف دی.که د هغه دپلار (صدیق سید منشاوي)تلاؤتونه واورئ نو وینئ چې  دهغه دلهجې  بهیر  کاملا د هغه مهال او له هغه دمخې استاذانو په شان دی، خو منشاوي  دلهجې بهیر د کامل یوسف او سلامه  سټایل ته ورته  او تر یوه حده لازیات کلاسیک او چورلیزي دی.

دهغه سټایل په ترټولو لوړه اندازه ساده دی. خیال کوو چې منشاوي په خطي بڼه تلاوت کوي یا وائي ،هغه کسان چې خطي تلاؤت کوي ،د هغو دبیان لهجه کمزوري وي.خو داستاد منشاوي انداز او لهجه او سټایل  ته تر دې وخته درست قاریان او استاذان حک بک پاتې دي .

د استاد تلاؤتونه  ډیر آسان او ډولوالی لري،ځکه هغه لوړغږ یا اوج په راحت سره  وائي ، تصور کوو، چې اوج ته نه رسیږي اونو هغه  مهال دغه مورد ته متوجه کیږو چې  غواړو له هغه تقلید وکړو او دهغه په شان ولولو ،نو وینو چې داسې نه شو کولی.

داستاد منشاوي دتلاؤت   د نرمښت او آسانتیا ځانګړنه سبب کیږي قاریانوته  د کار په پیل کې له هغه  د تقلید سپارښتنه وکړو ،ځکه چې له هغه تقلید د انسان لپاره دغږ  جوړونې سبب کیږي. همداراز که څوک له پیله تر انتها  د هغه دتلاؤټ له سټایله تقلید وړي،نو ډير زر پرمختګ کوي ،له نورو  لاښه او زر پرمختګ کولی شي.

captcha