IQNA

۲۱هیوادونو له هنده وغوښتل د دینونو آزادیو او د لږکیو حقوقو ته دې احترام وکړي

7:40 - November 22, 2022
د خبر لمبر: 3486492
ایکنا-(تهران) د نړۍ کابو یویشتو هیوادونو  پر هندوستان غږکړیڅو ددینونو د لږکیو دحقوقو او دمذهب د آزادۍڅخه دې خپل  ملاتړ ښه کړي او له افراطه دې کار نه اخلي.

ایکناخبری آژانس د ډان له قوله راپور راکړو په هغې ګډې اعلامیې کې چې  دغو هیوادونو د لږم په نهه ویشتمه نیټه خپره کړې، د بشری حقوقو شپږو نړیوالو ډلو  نوي ډیلي ته وئيلي دي  باید هغه سپارښتنې چې د هند په باب د ملګرو د وروستي راپور برخه دي ،اجرا کړي.

ځینو نورو د ؛دین د بدولو ضد؛ قوانینو په څیر د حکومت دتوپيري سیاستونو غوره کیدا او د کرکیجنو څرګندونو  او د تاؤتریخوالي د زیاتیدا په باب هم اندیښنې څرګندې کړي دي.

په دغو سپارښتنو کې د لږکي ټولنو او تاوان موندونکو د حفاظت ، پر جنسیّت مشتمل  تاؤټریخوالي سره د مقابلې، دمدني ټولنې د آزادیو ملاتړ، د بشری حقوقو له مدافعانو ملاتړ او دغه راز په بندونو کې  د شکنجې ختمولو پشمول  اساسی اندیښنو ته پوښښ ورکوي.

د بشری حقوقو په ډلو کې د بشری حقوقو نړیوال فیډریشن(ایف ائي ډي ایچ)،د شکنجې په ضد نړیواله اداره (او ایم سی ټي)،په درستې نړۍ کې مسیحي پيوستون(سی ایس ډبلیو)،ددالیت نړیوال پيوستون چینل، دبخښنې نړیواله اداره، او دبشریحقوقو دفاع کونکي اداره شاملې دي.په دغې  اعلامیې کې راغلي دي ،هندي حکومت باید زرترزره  هغه سپارښتنې چې  د ملګروملتو غړو هیوادونو د نومبر په لسمه نیټه  د ملګروملتو د بشری حقوقود نړیوال پړاؤ  دارزونې په بهیر کې  وړاندې کړي،خپلې او ورباندې عمل وکړي.

هندوستان له ۲۰۱۷ کال راهسې د بي جې پي واکمن ګوند یا هماغه افراطي لوري  د مشر نریندرا مودي په مشرۍ په حکومت سره  د بشری حقوقو په اړه په درستې نړۍ کې تر دیره حده بدنام شوی او له لږکیو په تیره بیا له مسلمانانو  اوسیکانو سره ئې ډير توپيري چلندونه شروع کړي او د دوي ددیني آزادیو لومړني حقوق ئې هم چخڼي کړي دي او دغه راز ئې افراطي او زوړ پالو هندوانو ته بشپړ آزادي ورکړي څو د خپلو عقیدو خلاف ټول وځپي.

https://iqna.ir/fa/news/4101174/%D

captcha