IQNA

د قران  کاتب هنرمند:

د قرآنی ویاړمن هنر د دودولو فرصت غنیمت وګڼو

8:43 - November 24, 2022
د خبر لمبر: 3486502
ایکنا-(تهران)د قرآن یو مخکښ کاتب هنرمند محمد نعمتي ددې خبرې په کولو سره چې ایرانیان ډير په پخوا راهسې په نړۍ کې د خوشخطۍ په هنر کې سرخیل وو،ووئيل،مسئولان دې د قرآنی فرهنګ د دودولو لپاره فرصت او همداراز ویاړمن قرآني هنر غنیمت وګڼي او په دې زمینې کې په جدی توګه وارد شي.

ایکناخبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ،د ایران د فارس ولایت دقرآن کاتب هنرمند محمد نعمتي ،د لیندۍ د میاشتې دلومړۍ نیټې په شپه  د ایران دپوهنتونوالو د قرآني ادارې له مشر محمد حسین حسیني سره په کتنې کې ووئيل، قرآن  انسانانو ته وړیتاوې ډالۍ کوي اوغوره ده چې اهل قرآن ووسو.

ښاغلی نعمتي د پیغمبر اکرم (ص)د یوه  حدیث په یادولو سره چې فرمائي؛د فتنو د یرغلونو په وخت کې قرآن ته پناه یوسئ،ووئيل، د پیغمبر اکرم (ص) د فرمایش په اساس، لوی مرکز قرآن کریم دی چې باید په مذهبی فعالیتونو کې ورته لومړیتوب ورکړو.

هغه همداراز په مذهبی پروګرامونو اودستورو کې د قرآن لوستنې  دودولو غوښته وکړه.کله «جَاءَ الْحَق؛ راغلو،نو بیا «زَهَقَ الْبَاطِلُ» ورپسې راځي،یعنی د قران حقیقت  په مختفو زمینو کې مطرح کړو څو باطل له مینځه یوسو.

ښاغلی نعمتي قرآن کریم داسلامی امت یو ګډ ټکی وباله او وې وئيل، دښمن په اسلامی امت کې د درز او تفرقې د اچولولپاره خپله درسته هڅه کاروي او مونږ باید د وحدت دپیاوړتیا لپاره له همدغه ګډ ټکي استفاده وکړو. هغه ددې خبرې په یادونې سره چې تراوسه پورې  ئې د قرآن ۲۴ټوکه کتابت کړي دي ،ووئيل؛ زما له آثارو پنځلس تابلوګانې مو، قدس رضوي آستان ته ډالۍ کړي دي.  هغه زیاته کړې،تیر کال  مو قرآنی کتابت پیل کړ چې د ایران د قرآن دکتابت دتاریخ  ترټولو غټ لیک دی او ددغه قرآن ساری نشته .

هغه ددې خبرې په کولو سره چې تر دې دمه ئې  له شلو تذهیب کارو سره کار کړی دی چې زیاتره پکې میرمنې دي،خو له بده مرغه  هیڅوک ئې نه پيژني،په ټولنې کې ئې ددغه شان قرآني هنرمندانو دمعرفی ولو په ضرورت ټينګار وکړ.

https://fars.iqna.ir/fa/news/4101725/

 

captcha