IQNA

د اسلام له شریّعت سره د لازیات سمون لپاره د انډونیشیا جزائي قوانین بدلیږی

7:19 - December 04, 2022
د خبر لمبر: 3486546
ایکنا-(تهران) انډونیشیائي حکومت  ددغه هیواد له فرهنګ او اسلامی شریعت سره د لازیات سمون لپاره پخپلو جزائئي قوانینو کې د بدلونونو په راوستو پسې دی.

ایکناخبری آژانس د News Day Express له قوله راپور راکړ،د انډونیشیا پارلیمان به احتمالا د روانې میاشتې په وروستیو کې نوي جزائي قوانین تصویب کړي. ددغه راپور په اساس  په دغو قوانینو کې،له واده بهر  د رابطې درلودل او دهغو سزا تر یوه کال بند پورې یدلی شي. پر دې سربیره د ولسمشر او یا د حکومتي اورګانونو سپکاوی  او د انډونیشیائي  حکومت له آئيډیالوجۍ سره مخالفت به ممنوع شي.

د انډونیشیا د عدلیې مرستیال وزیر ایډورډ عمر شریف هیریج (Edvard Omar Sharif Hierij)روئيټرز ته ووئيل،تمه کیږي دغه نوي قوانین  چې له لسګونو کلونو راهسې پرې ارزونې او څيړنې کیږي، د دسمبر په پنځلسمه نیټه په پارلیمان کې تصویب شي . مونږ ویاړو چې دسزا  او مجزات  قانون لرو چې د انډونیشیا له ملی اسلامی ارزښتونو سره سمون خوري.

د پارلیمن یو استازی  او قانون جوړونکی بامبانګ ووریانتو چې د نوی قانون د مسودې په برابرولو کې ئې ګډون کړی، وائي،نوی قانوند راتلونکي اونۍ په لومړیو کې تصویبیدلی شی. د تصویبیدا پهبڼه کې  به دغه قانون دانډونیشیاوالو پشمول د بهرنیو وګړو لپاره هم یو شان اعمال شي.

د انډونیشیا حکومت په وروستیو میاشتو کې د بدلونونو د اطلاع رسونې لپاره په درست هیواد کې عمومي مشورې هم ترسره کړي دي.

 له دې ټولو سره سره ددغه هیواد تجارتي ډلې ټپلې  دا اندیښنه مطرح کوي چې نوي قوانین د پانګونې او دچټیانو د تیرولو په عنوان سره  د انډونیشیا حیثیّت ته تاوان ورسوي.ددغه قوانینو  ځيني کرکتونکي اونیوکه کونکي دا کار د شخصي او ټولنیزو آزادیو محدودول ګڼي.

https://iqna.ir/fa/news/4104075

 

captcha