ایکناخبری آژانس د شهاب نیوز له قوله راپور راکړد فلسطین دلویدیځي غاړې په شمال جنین ښار کې د فلسطین د مقاومتي ډلو مبارزانو پرون ناوخته دیوې ویډیو په خپرولو سره د صهیونیسټ رژيم چټي ګواښونو ته کلک ځواب ورکړ.
په دغه ویډیوئي تصویرونو کې له ډير زیات لاسي جوړ شوي بمونه چې په جنین کې د مقاومتي چورلیز له مبارزانو سره شته لیدل کیږي.
د فلسطین مقاومتي ډلو دجنین کیمپ په ضد د پراخې حملې په زمینې کې د صهونیسټ رژيم دتیریګر پوځ وروستیو ګواښونو ته په اشارې سره ټينګار کړی دی، پخپل ټول توان او له موجودو ټولوآوزارونو څخه په استفادې سره له نیواکګرو سره ډغرې ته تیار دي.
د مقاومتي چورلیز ډلو همداراز د فلسطینیو مبارزانو په لاس په جنین کې دلاسي بمونو د تولیدولو خبر ورکړی او ټينګار ئې کړی دی،د صهیونیسټي رژيم پوځیانو لپاره ډيرې غافلګیرۍ ئې په نظر کې نیولي دي او که داسې کومه تیروتنه وکړي نوسخت به پښمانه شي.
په خپرو شوو تصویرونو کې ،د تیرې ورځې په یرغل کې د صهونیسټي پوځیانو د ګزمې په لور د فلسطینیو مبارزانو له خوا د لاسي بم غورځول لیدل کیږي چې په نتیجې کې ئې وحشي صهیونیسټان شاتګ ته اړ کیږي.