ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم ریئسي نن د خاتم الانبیاء د انجینئرینګ د بیا رغاونې دغونډ د قوماندانانو او مدیرنو په ناستې کې چې د تهران د نورالرضا(ع) د غونډو په مرکز کې د؛ژمنو، پوه بنسټه رغونې، پیاوړي ایران؛په شعار سره ترسره شو، د بیارغونې په ډګر کې ئې ددغه غونډ د ۳۳کلنو خدماتو قدرونه او ستاینه وکړه.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر اقتصادي جنګ د ایران د ملت په ضد ددښمن د ترکیبي جنګ یو تر ټولو مهم اړخ وبالۀ
د اسلامی ایران ولسمشر پخپلې ویناکې ووئيل، اوس دښمن غواړي،د ایران د اسلامی جمهوریت د اقتدار او قدرت خنډ شي.
ابراهیم ریئسي ددې خبرې په کولوسره چې نن سبا د په دفاعي صنائعو کې په سیمې او نړۍ کې د ترټولو پيچلو تجهیزاتو او مهماتو په تولید سره برلاسه خبرې کوو،زیاته کړه،د ایران ویاړ دتوغندي جوړولو ته مخصوص نه دی او په ټولو زمینو کې د قدرت تولید ته پام کوو.هغه دغه راز ووئيل،دښمن نه غواړي،په اقتصادي حوزې کې برلاسه ووسو،البته د انجینئرینګ په بیارغونې غونډ کې په اقتصادي حوزې کې د بیخ بینائۍ په لویو کارونو سره مو دښمن نهیلی کړی دی.
د اسلامی ایران ولسمشر زیاته کړه بدغواړي په دې لټه کې دي په هیواد کې د ناکراریو په رامینځةکولو سره،ایران له حاشیه اي کارونو سره ښکیل کړي او د کار له متنه ئې چې پرمختګ،بیا رغونه او د ولس خدمت کول دي وغړوي، خو باید په دوه چنده انګیزې او روحیې سره ګواښونه په فرصتونو بدلوو .