IQNA

له نهره تر بحره پورې د فلسطین پر آزادۍ او د مقاومت پر دوام ټينګار کوو

7:03 - December 15, 2022
د خبر لمبر: 3486603
ایکنا-(تهران)د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشراسماعیل هنیه  د فلسطین د مقاومت  دشهیدانو  او د هغو په سر کې د حماس د موسیس شیخ ا حمد یاسین پر پاک روح درود واستوۀ او  له نهره تر بحره پورې پوې ئې د فلسطین په آزادۍ کې د مقاومت پر اصولو پابند کیدا باندې په ټینګار سره  ووئيل،د مونږ په مقدساتو اوټاټوبي کې د نیواکګرو لپاره هیڅ ځاي نشته.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه پرون مازدیګر په غزې کې ددغه غورځنګ د تاسیس  دپنځه دیرشمې کلیزې په ولولناکو دستورو کې په شتون سره پخپلې وینا کې ټينګار وکړ، د حماس غورځنګ مشران ددغه غورځنګ  دتاسیس په کلیزې کې یوځل بیا له نهره تر بحره پورې  د فلسطین د آزادۍ په اساس د جهادي اصولو او دمقاومت کرښې ته پر خپلې پابندۍ ټينګار کوي.

هینه په دوام کې  د فلسطین د مقاومت مجاهدتونو او سرښیندنو او په تیره بیا د سیف القدس نومې عملیاتو ته  په اشارې سره  ووئیل، دسر لوړي غزې   مقاومت او تل پاتیکیدا په اړه  خپل ولس ته مبارکي وایوو ، هغه غزه چې هماغه راز له دښمن سره دجنګ په لومړۍ کرښې  ده  او د مبارزانو ګوته په ماشې  او ټریګر باندې ده، هغه غزه چې د نیواکګرو په ضد دیوه لوي پاڅون  په انتظار کې ده څو دوي د فلسطین  له درست مقدس ټاټوبی بهر وشړي.

اسماعیل هنیه  د فلسطین د مقاومت  دشهیدانو  او دهغو په سر کې د حماس د موسیس شیخ ا حمد یاسین پر پاک روح درود واستوۀ او  له نهره تر بحره پورې پوې ئې د فلسطین په آزادۍ کې د مقاومت پر اصولو پابند کیدا باندې په ټینګار سره  ووئيل،  دمونږ په مقدساتو اوټاټوبي کې  د نیواکګرو لپاره هیڅ ځاي نشته  او د مونږ دخلکو ټولي په شنۀ غونډ(حماس غورځنګ)  کې د شهیدانو پاکې وینې ته پر خپلې وفادارۍ ټینګار کوي.

 https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i124892

captcha