ایکناخبری آژانس د فلسطین اخبار ویب پاڼې له قوله راپور راکړ، د امریکا ځينو ځاي خبری سرچینو ځيني ویډیوګانې خپرې کړي چې په ټيګزاس ایالت کې پراخې مظاهرې ښئ او دیوه هندو تنظیم په ضد راپورته شوي دي .
دغه هندي تنظیم د مسلمانانو او مسیحیانو په ضد په اقداماتو او لمسونکو موخو سره دمالی مرستو د غونډولو لپاره خپل فعالیتونه پيل کړي دي چې په سیمې کې ئې د مسلمانانو او مسیحیانو سخت غبرګون راپارولی دی.
د هند امریکا دمسلمانانو د شورا په څير د بشری حقوقو او مذهبی اورګانونو له فعالانو سره یو ځاي په سلګونو مظاهره چیانو د ټيګزاس ایالت د فریسکو ښار د شورا په وړاندې غونډه او لاریون وکړ.
مظاهره چیانو د مسلمانو او مسیحي لږکیو په ضد ددغه افراطي هندو تنظیم د توکمپالو اقداماتو په محکومیت کې شعارونه ورکړل او بینرې ئې اوچتې کړي وې .
دهند امریکا د مسلمانانو شورا په یوې رسمي اعلامیې کې وئيلي دي ،هغه لسټ چې مسیحي ،مسلمانانو،موسیسې او کلیساګانې او دهندوانو یوه اداره او دغه راز د بخښنې نړیوالې ادارې په څير د بشری حقوقو اورګانونه پکې شاملیږي، دهندو دنړیوال میراث فاؤنډیشن افراطي او توکمپال تنظیم په باب ئې همدغه تورونه (دهند دلږکیو په ضد اقدامات ئې) مطرح کړل. او له ځاي چارواکو ئې وغوښتل چې دغه شان افراطي او توکمپال اقدامات او فعالیتونو مخه دې ونیسي ،څو ځاي امنیت اوثبات ګډوډ نه کړي.