ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د تهران د خبرواترو دریمه غونډه نن د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د جګ پوړو سیاسي چارواکو او د نړۍ د ۳۶ هیوادونو د فکر خونو او تحقیقاتي موسسو د مدیرانو په ګډون سره په تهران کښې جوړه شوه.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د دغې غونډې ترڅنګ د امان (د بغداد۲) غونډې په هکله چي ټاکل شوې سبا په اردن کښې جوړه شي، وویل:د بغداد دویمه غونډه په سیمه کښې له موجودو ننګونو د وتلو لپاره د فضا په جوړولو کښې یو مخ په وړاندې ګام ګرځیدې شي او د دې غونډې ډیر مهم پیغام باید د پردیو له لاسوهنې پرته په سیمه ایزو ملګرتیاؤ باندې تمرکز وي.
امیر عبدللهیان د عراق په موضوع د امان د غونډې ځینو نورو اهدافو ته په اشارې سره زیاته کړه: تل د فارس خلیج سیمې له هیوادونو سره د ملګرتیا او تعامل هرکلی کوو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې هکله چې په دغې غونډې کښې به د عربستان له خارجه وزیر سره هم ملاقات او صلاح مشورې وکړي، وویل: له عربستان سره خبرې اترې د تیر په څیر جاري پاتې کیږي او د رسمي ډیپلماسۍ په لاره کښې تیار یو چې هر وخوت سعودي لوری چمتووالی ولري، د دواړو هیوادونو د سفارتخانو د خلاصولو او عادي حالت ته د اړیکو د ستنولو په لور تګ وکړو.
هغه په ایران کښې د وروستیو بلواؤ په لړ کښې د امریکایانو په کړچار باندې په نیوکې سره هیله وښودله چې د دغه هیواد کړنلاره د حقیقت پسندۍ په بنیاد بدله شي، وویل: امریکایان باید د ریاکارۍ او موافقې ته د رسیدو لپاره د غوښتنې ترمینځ یو کار غوره کړي.