IQNA

پر داعش بریالیتوب ددغې ډلګې د جنایتکارو د تعقیبونې او سزاکولو امکان هم ممکن کړ

9:26 - December 20, 2022
د خبر لمبر: 3486628
ایکنا-(تهران)ستر دینی مرجع آیت الله العظمی سیستاني د داعش د جنایتونو د تعقیبونې به زمینې کې د ملګروملتو د څيړنیزې کمیټې له مشر سره په کتنې کې په سورئې کې د داعشي جنایتکارو په لاس د اسیر شوو میرمنو د آزادولو لپاره دهڅې په ضرورت په ټينګار سره ووئيل،پر داعش پریکنده بریالیتوب پرته د دوي د باقي پاتې عناصرو سزاکول ممکن نه وو.

ایکناخبری آژانس د الفرات نیوز له قوله راپور راکړ،د عراق ستر دینی مرجع آیت الله العظمی سید علی سیستاني پرون پخپل دفتر کې د داعش ترهه ګرې ډلې د جنایتونو د تعقیبونې په زمینې کې د ملګروملتو د څيړنیزې کمیټې (UNITAD) له مشر کریسټیّن ریچر سره کتنه وکړه.

د عراق د دغه ستر دیني مرجع دفتر په یوې اعلامیې کې ووئيل، په دغې کتنې کې آیت الله سیستاني ته هغه اقدامات په مختصر ډول وړاندې شول چې  په ۲۰۱۷کال کې د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۳۷۹پریکړه لیک په اساس له هماغه تاسیس وخت رانیولې تر وروستیو پورې د داعش دجنایتونو د تعقیبونې په زمینې کې د نړیوال څيړنیزټیم په وسیله ترسره شوي دي.

ددغې اعلامیې په اساس، آیت الله سیستاني  په دغې کتنې کې  دهغه لوي بریالیتوب په یادونې سره چې  عراقیانو د داعش ترهه ګرې ډلې  له شره د خپل هیواد د پاکونې لپاره دخپلو لویانو په مبارزې کې ترلاسه کړي دي،د عراقیانو دسرښیندنو او په مختلفو عنوانونو سره د اتلو مبارزو عراقیانو د زیار او هلوځلو په نتیجې کې د سترو تاریخي بریاؤ ستاینه وکړه او د شهیدانو لپاره ئې د الهي رحمت هیله او د تپیانو لپاره ئې د خیر او سلامتۍ دعا وکړه.

دعراق دغه ستر دیني مرجع پخپلو څرګندونو کې ټينګار وکړ،پر داعش له چورلټې کامیابۍ پرته،د هغو جنایتونو په خاطر چې   دعراقیانو په ضد ئې ترسره کړي دي، په تیره بیا د قتل عام،جنسی تیریو او د عراق دلرغونو آثارو د تباه کولو په خاطر، دداعشي جنایتکارو تعقیبول اوسزاکول ئې ممکن نه وو.

آیت الله سیستاني په دوام کې  په دې زمینې کې په ترسره شوو ټولو اقداماتو کې د عدالت د بشپړ رعایتولو په ضرورت هم ټينګار وکړ.

دغه ستر دیني مرجع همداراز په سورئې کې د داعش په بندونو کې د  ترکمنو او ایزدیانو د باقي پاتې اسیرو میرمنو د آزادولو لپاره دهڅې  په ضرورت او همداراز د د داعش دقربانیانو په تیره بیا د کډه په سر  شوو خلکو سره د مرستو  او دهغود  وضعیّت پرارزونې کې داغیزشیندونکو ګامونو پر اوچتولو هم ټينګار وکړ.

آیت لله سیستاني په پای کې د کریسټئّن ریچر او دهغه د ټيم لپاره د خپل ماموریت په ترسره کولو کې دبریالیتوب  دعا وکړه .

کریسټیّن ریچر هم له ایت الله سیستاني سره له لیدو کتو وروسته په نجف اشرف کې په خبری کنفرانس کې ووئيل، مونږ د آیت الله العظمی امام سیستاني په پوهې او تقوا سره چې  سولې او عدالت ئې بلنه وه،هدایت شوو.له دغه ستر دینی مرجه سره لیده کاته  دمونږ  لپاره ویاړ دی  او له دغو لاروښونو څخه به پخپلو دندو کې د بشپړ بریالیتوب پورې استفاده کوو.

https://iqna.ir/fa/news/4108180/%D

captcha