IQNA

د ؛محمد؛نامه په ۲۰۲۲کال کې د نوزیږو ترټولومحبوبه نامه شوه

13:09 - December 20, 2022
د خبر لمبر: 3486629
ایکنا-(تهران)د عربستان د کورنیو د چارو د شورا داعلان په اساس،په ۲۰۲۲کال کې د ؛محمد؛نامه په درستې نړۍ کې د نوزیږو هلکانو لپاره په تر ټولو محبوبې نامې بدله شوې ده.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د عربستان د کورنۍ د چارو شورا په یوې اعلامیې کې ووئيل،د ؛محمد؛ نامه په نړۍ کې ترټولو محبوبه  او په زړه پورې نامه ده.

دغې شورا په دغې اعلامیې کې د نوزیږو لپاره د یوې ښې نامې ټاکلو پر اهمیت ټينګار کړی،په تیره بیا  دا چې دغه نامه له هغه سره د عمر تر وروستیو پورې ملګرتیا کوي اودا نامه د هغه دخاوند لپاره یوه نښه حسابیږی او د انسان په شخصیّت کې غوره رول لري.

په دغې اعلامیې کې ټيڼګار شوی دی د نوزیږي د نامې په ټاکلو کې د هغې له ښکلا ډاډ، له هغو نامو لیریکیدا په کې شاملیږي، چې  کافران ئې دځان لپاره خوښوي، له هغو نامو څخه لیرېوالی چې د هغو تلفظ سخت وي او  له ځينو هغو نامو هم ډډه کول  دي چې بده معنا لري.

محمد به انگلیسی طرح اسم طلای Mohamad

د هغه راپور په اساس چې د امریکایوې څيړنیزشرکت(Babycenter) خپورکړی دی،د محمد نامه په ۲۰۲۲کال کې په انګلستان کې په نوزیږو هلکانو کې د ترټولو محبوبو نامو د لیسټ په سر کې راغلې ده.

د کال په اوږدو کې په لسګونو زره مور پلار دخپلو بچیانو نامې په دغه ویب پاڼې کې ثبت کړي دي ، او په هیواد کې ئې د سلو محبوبو نامو لیسټ برابر کړی دی.عکس پروفایل محمد / عکس نوشته اسم محمد - مجله نورگرام

د ریکارډونو ګینس کتاب  له کلونو مخکې اعلان کړی ؤ چې  دمحمد نامه  په انسانانو کې  د نومونې ترټولو لوړه اندازه  ترلاسه کړې ده،ځکه هغو کسانو شمیر چې دغه نامه مبارکه ئې دځان لپاره خوښه کړې ده ،په درستې نړۍ کې  کابو اویامیلیون کسانوته رسیدلې ده.

تیرکال هم د امریکا دغه څيړنیز شرکت اعلان کړی ؤ چې؛محمد؛ نامه،د ۲۰۲۱کال لپاره په انګلستان کې په نوزیږوهلکانو کې ترټولو محبوبه او غوره نامه شوې ده.

دغه شرکت په دغه راپور کې وئيلي دي،د ؛محمد؛ نامه د پرله پسې پنځم کال لپاره د هیواد  نوزیږو د ترټولو زیات  پلوي لرونکو د لیسټ په سر کې ده. د نوح ،الیور، په ترتیب سره په دوهمې او دریمې روتبې کې دي  او په بریتانیا کې ئې دنوزیږو هلکانو په مینځ کې د سلو غوره نامو په لیسټ کې دغه مقام ترلاسه کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4108349/%

captcha