IQNA

عربستان د ۲۰۲۳ کال حج اکسپو  جزیات اعلان کړ

6:44 - December 28, 2022
د خبر لمبر: 3486663
ایکنا-(تهران) د ۲۰۲۳کال حج اکسپو به د  څه دپاسه اته پنځوسو  علمی غونډو او مختلفو روزنیزو پروګرامونو او نړیوالو پلاؤ  په غونډیدا سره  د ۲۰۲۳کال په جنورۍ کې په مکې مکرمې کې ترسره شي.

ایکناخبری اژانس د عین نیوز له قوله راپور راکړ،دعربستان دحج او عمرې د چارو وزارت د مکې مکرمې د ګورنر او د حرمین شریفین د مرستیال خادم شهزاده   خالد الفیصل په څارنې سره ،د Hajj Expo ۲۰۲۳ » په نامې سره  نندارتون او کنفرانس د ۲۰۲۳کال دجنورۍ له نهمې تر دولسمې نيټې پورې ترسره شي.

 دغه څلور ورځنی نندارتون او سمینار، په حرمیّن شریفین کې جاجیانو ته د لاښو خدماتو رسونې او په عین حلا کې د ددوي دکلتوري او مذهبی تجروبو د لوړتیا لباره د خدماتو او امکاناتو د یوې ماډرنې او نوي فضا د رامینځةکولو په  خاطر ددغه وزارت د دوامدارو هڅو یوه برخه ده . ددې موخه دیوه داسې تل پاتې اویو موټي چاپيریال  رامینځةکول دي چې  د حاجیانو تجروبې لاښېئ کړي،  ددوي  راتلونکي اړتیاوې اټکل کړي اود لازیاتو ملګرتیاؤ لپاره  فرصتونه ، د موافقو لاسلیک کول او ځاي او نړیوال نوښتونه رامینځةکړي .

د عربستان د حج او عمرې د چارو وزیر توفیق بن فوزان  الربیعه  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،دغه کنفرانس   د نړۍ د څه د پاسه دوه سوه  ادارو ټيکدارانو،نوښتګرو اوڅیړاندو ته اجازت ورکوي ،خپلې تجروبې وړاندې کړي  او حاجیانو ته د لاښو خدماتو د وړاندې کولو لپاره پلان شوي تل پاتې ښې حل لارې  وړاندې کړي . دا د عربستان د ۲۰۲۳کال لرلید په لړ کې  د حج او عمرې د برخې د چارواکو د بې ځنډه  ملاتړ ښودنه کوي.

تمه کیږي، چې  دغه حج اکسپو د نړۍ دڅه ډپاسه  ۵۶هیوادونو  د پلاؤ په شتون سره ، د ملګرتیا د څلور سوه تړونونو شاهدووسي، په  هغو کې به ګردي میزونه، اړونده پلاؤ مشورې ، روزنیز ورکشاپونه،لیکنې،بروشرو برابرول  کمپیوټري سسټمو نو برابرول  او دنندارتون  اړونده چارو ارزول او سپړل   ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4110202/%D8%B9

captcha