IQNA

د افغانستان په هرات کې د شوروي پوځ مسلمان شوی عسکر مړ شو

7:04 - December 29, 2022
د خبر لمبر: 3486669
ایکنا-(تهران)دافغانستان په هرات ولایت کې د پخوانی شوروي پاتې شوی عسکر چې مسلمان شوی ؤ ،په افغانستتان د شوروي د سره پوځ دتیریو له کلیزې سره په یووخت ومړ.

ایکناخبری آژانس د آوا له قوله راپور راکړ،د شوروي له سره پوځه پاتې شوی افسر خاکیموف  چې دعسکرو له ماتې وروسته ئې  د خپل ژوند دتیرولو لپاره هرات ولایت خوښ کړی ؤ  د تیرې سه شنبې په ورځې په ۶۵کلنئ کې په هرات کې  ومړ.

هغه له  مسلمان شونې وروسته خپله نامه شیخ عبدالله غوره کړې وه.

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر مولانا نعیم الحق حقانی  ددغه خبر په اعلانولو سره ووئيل،شیخ عبدالله په هرات ولایت کې د شوروي د سره پوځ څخه پاتې یوازینی عسکر چې د جنګ په پړاؤ کې ئې اسلام قبول کړی ؤ  او تر دې دمه ئې په هرات کې ژوند کوه، له نړۍ سترګې پټې کړې.

دغه عسکر ؛خاکیموف باخرتدین شاراپوویچ؛ نومید چې له اوکراینی مور پلاره  زیږیدلی ؤ او کاتولیک مذهبه ؤ. دهغه مور پلار د خپل وخت پوځیان وو او په همدې خاطر هغه هم  په ځوانۍ کې په ۱۳۶۲لمریز کال کې پخپلې خوښې د شوروي دپوځیانوپه لیکوکې افغانستان ته راغی او د هرات ولایت د شینډنډ پوځي هوائي ډګر کې ئې د یوه توپچي په توګه د افغانستان د مجاهدینو په ضد په جنګ کې برخه  اخستې وه.

د پخواني شوروي  اتحاد د بې درکه عسکرو دلټونکي کمیټې په وینا،په شیخ عبدالله سربیره په غور او نیمروز ولایتونو کې دوه نور روسي عسکر هم ژوند کوي او یو شمیر  نور هم په پنجشیر،تخار،بدخشان اونورو شمالی او جنوبی ولایتونو کې له پيژندګلوۍ وروسته روسیې ته بیرته ستانه شول او یو شمیر نوروهم د شیخ عبدالله په شان  بیرته ستنیدا ونه منله  او په افغانستان کې ئې ژوند کولو ته ترجیح ورکړه.

د ۱۹۷۸کال ددسمبر په ۲۴  په افغانستان د شوروي سر پوځ تیري د شوروي د وخت د رهبر لئونیډ برژنیف په فرمان سره پيل شول چې د زرګونو افغانانو دمرګ ژوبلو او دغه راز د میلیونونو نورو د  کډه په سر کیدا سبب شول.

https://iqna.ir/fa/news/4110423/%D8%

captcha