ایکناخبری آژانس د The Strait Times له قوله راپور راکړ،په هغې اعلامیې کې چې د سنګاپور ددینی اسلامی شورا(Muis) له خوا خپره شوي ،راغلی دي،جوماتونه به دخپلو اضافی فنډونو په وسیله (own surplus funds) د اسلامی شریعت په اساس، دپانګونې په محصولاتو کې د ؛ وقف –جومات پانګونې ؛ د پلان له لارې پانګونه وکړي.
دغه پراجیکټ په دې دډاډمنیدالپاره چې جوماتونه ،په اوږدمهال کې له مالی نظره په ځان تکیه کولی شي،استفاده کوي اود د سنګاپور دیني شورا،د پانګونو د مدیر په توګه عمل کوي.
ددغه پلان یا پراجیکټ په اساس، جوماتونه د اجارې دتمدیدولو د لګښتونو د ورکولو لپاره له رامینځةشوي عایداتو څخه استفاده کولی شي چې د جومات او مندکي ودانۍ د بسپنې Mosque Building and Mendaki Fund) )په پوښښ سره نه دي،مندکي هغه بسپنه یا فنډ دی چې د سنګاپور درست مسلمان کارګرانو پکې شریک دي. دغه نوښت به په ۲۰۲۳کال کې په سنګاپور کې نور ۵۴جوماتونه معرفي کړي. دمګړئ په سنګاپور کې کابو ۷۲جوماتونه شته دي.
د جومات –وقف د پانګونې پراجیکټ همداراز د نورو هغو لګښتونو د تامینول لپاره هم استعمالیږي چې د جوماتونو او ښونځیود جوړولو او ساتلو،په ټولنې کې د راتلونکو مسلمانو عالمانو د روزنې ملاتړ او همداراز د سنګاپور د مسلمانانو دټولنې ملاتړي پروګرامونه پکې شامل دي.