ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ايران د کورنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي،د څه باندې يو ميليون افغان کډوالو د استوګنې اسناد یې د روانې مرغومي مياشتې تر پايه تمديد کړي او د بیا تمديدو امکان یې هم شته.
د ايران د کورنيو چارو وزارت د بهرنيو کډوالو او اتباعو مدير سردار صادق رضادوست ويلي، تېره اونۍ د کورنيو چارو وزير په غړيتوب يو کمېسيون جوړ شوی او پرېکړه یې کړې چې ټولو افغان کډوالو ته دې د کار کولو اجازه او د اوسېدنې ځانګړي کارتونه ورکړل شي.
د رضادوست په خبره د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره لومړني ګامونه اخيستل شوي او ډير ژر به یې عملي پړاوونه هم پيل شي.
د يادونې وړ ده چې دا مهال په ايران کښې شاوخوا پنځه ميليونه افغان کډوال مېشت دي چې زیاتره یې قانوني اسناد نه لري.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125658