ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درستیز د پاکستان دپوځ له لوي درستیز سره په ټيلیفوني تماس کې هغه د منصوبیدا په مبارکۍ وئيلو سره ټينګار وکړ،د دواړوهیوادونو ترمینځ د ګډې پوځي کاري ډلې جوړیدا د وخت ضرورت دی.
ایرناخبري آژانس راپور ورکړ، د ایران د پوځ لوي درستیز سردار محمد باقري دپاکستان د پوځ له لوي درستیز جنرال ساحر شمشاد مرزا سره په ټيلیفوني تماس کې له تیروخته تر دې دمه د دواړو هیوادونو دوسلوالو ځواکونو ښو اړیکو ته په اشارې سره ددفاعي اوامنیتی په تیره بیا د ګډو پولو دامنیت په پیاوړتیا کې دملګرتیاؤ مخ په وده بهیر د ورځې ضرورت وباله او وې وئيل دواړه هیوادونه د سیمې دامنیت اوسولې په ټينګیدا کې غوره رول لري.
سردار باقري د ایران او پاکستان دیوې ګډې کاري ډلې د جوړولو په باب د پاکستان د پوځ دپخواني لوي درستیز جنرال ندیم رضا دوړاندیز د چټک کولو په اړه د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ بشپړ چمتووالی اعلان کړ. دایران د پوځ لوي درستیز همداراز دلوړروتبه پوځي چارواکو لیدۀکاتۀ او له خپل مینځیو تخنیکي او امنیتی او عملیاتي او روزنیزو ظرفیّتونو څخه استفاده،د ملی ګټو په چوکاټ کې د ملګرتیاؤ په پراختیا کې ددواړو هیوادونو دجدیّت نښه وبلله.
سردار باقري همداراز جنرال ساحر شمشاد مرزا ته ایران ته دسفر بلنه هم ورکړه.
د پاکستان د پوځ لوي درستیز جنرال ساحر شمشاد هم په دغو ټيلیفوني خبرو کې دسردار باقري دتوجه او مبارکۍ په باب په مننې سره ،ددواړو هیوادونو ګډې پولې د سولې او دوستۍ پوله وبلله او وې وئيل،پاکستان تل ،په نړیوالو ټولنو کې په تیره بیا د ایټمي انرژۍ په موضوع کې د ایران داسلامی جمهوریت دګټو ملاتړی دی او د دوواړخیزو تعاملاتو دپراختیا لپاره هیڅ خنډ هم نشته .
د پاکستان د پوځ لوي درستیز، دودواړو هیوادونو د ګډې پوځي ډلې په فعالولو کې چټکتیا د پآکستان دپوځ لومړیتوب وبالۀ او په دوام کې ئې د کشمیر دموضوع په باب د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود دملاتړونو هم قدرونه وکړه. دپاکستان د پوځ دغه لوړپوړي قوماندان په پاي کې له سردار باقري وغوښتل ، د اسلامی انقلاب ستر لارښود، ولسمشر او دایران ملت ته دې تود سلام ورسوي.