ایکناخبری آژانس د العهد خبری سایټ له قوله راپور راکړ،د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ مرستیال شیخ نعیم قاسم ووئيل،متحده عربی امارات به د صهیونیسټانو د رضایت د جلبولو لپاره له هڅې څخه هیڅ عایداتي ګټه ترلاسه نه کوي.
د صهیونیسټ رژيم ټایمز آف اسرائيل؛ورځپاڼې په یوه راپو رکې لیکلی دي،د متحده عربی امارات واکوالانو په ۲۰۲۰کال کې د ابراهم نومې سازباز په موافقې پسې چې له تل ابیب سره دابوظبئ دایړکو دعادي کیدا سبب شوي،د هولوکاسټ له انکار کونيکي سیمه ایز کلتور سره د مقابلې لپاره ستر پروګرامونه غوره کړي دي.
دغې صهیونیسټي رسانئ زیاته کړې ده،په متحده عربی اماراتو کې د ماشومانو لپاره د ښونې د هغه نصاب د بشپړ لیریکولو په دلیل چې اسرائيل دنړۍ له کُرې او نقشو څخه حذفوي،اوس ټاکل شوې ده،د هولوکاسټ مقوله په بشپړ ډول د اماراتو د ښونځیو په درسي پروګرام کې ورځاي شي.
په رابور کې وئيل شوي دي،د لبنان د حزب الله دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم د متحده عربی اماراتو د حکومت ددغې فیصلې په غبرګون کې ووئيل، ښه خو دا وه چې د هولو کاسټ د نصاب په ځاي،د فلسطین د ملت په ضد د صهیونیسټانو په وسیله د شوي واقعي قتل عام په وړاندې کار شوی وائ.
شیح نعیم قاسم د متحده عربی اماراتو واکوالانو ته ووئیل ،تاسو به داسرائیلي رژيم د رضایت د جلولو لپاره له هڅې هیڅ ګټه ترلاسه نه کړائ شئ ،ځکه صهیونیسټي رژيم د ځوړتیا او نابودۍ په درشل کې دی.
متحده عربی امارات د فلسطین د ملت له آرمانونو سره له خیانت وروسته او له صهیونیسټي رژيم سره په سازباز پسې خپلې دروازې پر صهیونیسټانو په پراخ ډول پرانیستي دي اوعملا د صهیونیسټي رژيم دمختلفو شرکتونوپه شتون او د صهیونیسټانو د وسلو په پيرپلور او ددوی د پوځي او امنیتی شتون په دوام سره ، ددوي په مستعمرې بدل شوي دي