IQNA

په بنګله دیش کې د پنځوس نوي جوماتونه او اسلامی مرکزونه افتتاح کیږی

14:51 - January 15, 2023
د خبر لمبر: 3486752
ایکنا-(تهران)د بنګله دیش د دینی چارو وزارت یوه چارواکي په دغه هیواد کې د نوو پنځوسو جوماتونو او اسلامی مرکزونو د مخ کتنې خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس د BSS News،  له قوله راپور راکړ،د بنګله دیش د دینی چارو دغه مسئول مقام  ووئيل،تمه کیږي د بنګله دیش شیخ حسینه واجد د راتلونکي کال د جنورۍ په شپاړسمه نیټه یعني سبا ئې مخ کتنه وکړي.

د بنګله دیش د دینی چارو د وزارت یوه مسئول مقام ایم فرید الحق خان زیاته کړې، لومړئ وزیره به سبا د اسلامی مرکزونو او جوماتون ود جوړولو دسترې پروژې په دوهمې مرحلې کې پنځوس جوماتونه او اسلامی مرکزونه سبا افتتاح کړي.

له دې مخکې هم  میرمن شیخ حسینه واجد په درست هیواد کې د ۵۶۴جوماتونو دجوړولو بلان  مطرح کړی ؤ .

د بنګله دیش د دینی چارو د وزارت دخبرتیا په اساس، پر جوماتونو سربیره په دغې پروژې کې د حاجیانو لپاره د ښونې او روزنې دنامو د ثبتولو مرکزونه،د جوماتونو د امامانو دتربیّت او روزنې مرکز،اسلامی کتابتون او څیړنیز مرکز هم  پکې شته .

له دې مخکې د ۲۰۲۱کال دجون په لسمه نیټه د بنګله دیش لومړۍ وزیرې د ۵۶۴ جوماتونو له ټولګې  دپنځوسو جوماتونو جوړیدا لومړنۍ مرحله په یوځاي په درست هیواد کې افتتاح کړه چې  موخه ئې د ناسمو دیني باؤرونو د له مینځه وړلو لپاره د اسلامی دحقیقي پیغامونو تبلیغ ؤ .

 د حکومتی چارواکو په وینا،ددې پروژې هدف،د اسلامی ورورولۍ او دهغو د ارزښتونو تبلیغ او هم د افراط پالنې او سرزوریو په وړاندې له اسلامه دفاع ده،ځکه دین هیڅکله هم له دوي ملاتړ نه کوي.دغه پروژه همداراز،میرمنو په ضد د ترهه ګرۍ او تاؤتریخوالي په وړاندې د پوهیدا پر خورولو هم تمرکز کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4114726/50-%

captcha