IQNA

د ایران او پاکستان ترمینځ په کویټه کې تجارتی موافقه لاسلیک شوه

15:25 - January 15, 2023
د خبر لمبر: 3486753
ایکنا-(تهران)د پاکستان او ایران اړیکې د پاکستان د خپلواکۍ د تاریخ په اندازه مخینه لري او په تیرو کلونو کښې په بیلابیلو برخو کښې د تهران او د اسلام اباد اړیکې مخ په ودې دي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان دبلوچستان صوبې په کویټه ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت او د پاکستان د سرحدي تجارت د ګډې کمیټۍ د لسمې(۱۰) دوه ورځنۍ غونډې له ختمیدا سره په یووخت د ګمرکاتو د ساعتونو د زیاتیدا او د سرحدي ملګرتیاو د پیاوړتیا په چورلیزتوب سره د دغې غونډې موافقه لاسلیک شوه.

د پاکستان او ایران اړیکې د پاکستان د خپلواکۍ د تاریخ په اندازه مخینه  لري او په تیرو کلونو کښې په بیلابیلو برخو کښې د تهران او د اسلام اباد اړیکې مخ په ودې دي.

د سرحدي موافقې د لاسلیک کیدا مراسم په کویټه کښې د ایران د سرکنسول حسن درویش وند په شمول د ایران او د پاکستان د پلاویو د غړیو په ګډون سره لاسلیک شوه.

د ایران د جنوب ختیځ سیستان و بلوچستان ولایت د صنعت د معدن او د تجارت د چارو مسوول ایرج حسن پور او د پاکستان د بلوچستان صوبې د ګمرګو یعني د کسټم مشر عبدالقادر میمن د دواړو هیوادونو د پلاویو د مشرانو په توګه د سرحدي تجارت د ګډې کمیټۍ لسمه موافقه لاسلیک کړه.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126234

captcha