IQNA

په هالینډ کې د مسلمانانو ترټولو ستره هدیره افتتاح شوه

7:25 - January 16, 2023
د خبر لمبر: 3486756
ایکنا-(تهران)په هالینډ کې د مسلمانانو د اندیښنو د ختمولو په موخې سره په دغه هیواد کې د دوي ترټولو ستره هدیره افتتاح شوه.

ایکناخبری  آژانس د بریطانیا بالعربی له قوله راپور راکړ،د هالینډ په آرنهم ښار کې  د مسلمانانو مخصوص قبرستان افتتاح شوی دی چې په هالینډ او لویدیځي اروپا کې ترټولو ستره هدیره حسابیږي او او دشپاړسو زرو قبرونو ګنجایش  لري.

دغه ځای د ؛قبرستان خلک؛ په عنوان سره د یوه تنظیم په وسیله  جوړ شوی  او ددغې ډلې بنسټګران د هالینډ مسلمانان دي چې له  دې لارې ،هغو مسلمانانو ته  دخدماتو د وړاندې کولو نیّت لري چې  غواړي په هالینډ کې دفن شي.

د قبرستان نفوس نومې تنظیم پخپلې ویب پاڼې کې وئيلی دي، په دغه هدیرې کې  باید هغه ټول څه چې د مسلمانانو له دفن سره اړونده دي،باید رعایت شي. په تیره بیا دقبر بیرته پرانیستل ، چې په هالینډ کې یوه عادی چاره ده،خو له اسلامی اصولو سره په تضاد کې ده.

د دغه ځاي یوه بنسټګر سعید بوحرو وائي ،ددغه ځاي مخ کتنه ،د هالینډ د مسلمانانو د ضرورت نوي قبرستان هیله پوره کوي . د هالینډ د قانون په اساس،له څو لسیزو وروسته د قبرونو د ړنګولو امکان شته ،خو د مسلمانانو ددغه قبرستان په جوړیدا سره به،دغه شان موضوع چې  له اسلامي اصولو سره په تضاد کې ده،هیڅ امکان ونه لري.

هغه زیاته کړې ده زیاتره هغه مسلمانان چې په هالینډ کې مري ،د ښخولو لپاره خپل اصلی هیواد ته ستنول کیږي. هماغه شان چې هغه لا ځوان مسلمانان چې په هالینډ کې زیږیدلي وي ،دخپل مور پلار هیادونو ته د دفن کولولپاره لیږدول کیږي،دا په داسې حال کې دي چې  له هغو هیوادونو سره هیڅ اړه هم نه لري.

د آرنهم ښار شهردار احمد مرقوش په دې خبرې په خوښۍ ښودلو سره چې  ښار ئې د هالینډ دمسلمانانو دتر ټولو لوي قبرسان کوربه دی ،ټينګار وکړنوی قبرستان  به د څو لسیزو لپاره ددغه ښار دمسلمانو ښاریزو د ضرورتونو ځواب ووائي.

https://iqna.ir/fa/news/4114886/%D

captcha