IQNA

د ایران دري ریډیو د جلال آل احمد نومې ادبی جشنوارې جایزه وګټله

17:00 - January 16, 2023
د خبر لمبر: 3486759
ایکنا-(تهران) عقیله نومې کتاب د حضرت زینب کبری سلام الله علیها له زیږیدا تر وفات پورې د ژوند په باب د مستند او جامع داستاان روایت دی.

ایکناخبری آژانس د درې ریډیو له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو او ټيلیویژني ادارې د بهرنیو خپرونو برخې دری ریډیو https://parstoday.ir/dari ،د ایران د جلال ال احمد ادبی جشنوارې د ستاینې جایزه ترلاسه کړه.

په راپور کې وئيل شوي دي،د جلال آل احمد د شپاړسمې  ادبي جایزې  د ګټونکو د ستاینې په دستورو کې چې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتور او اسلامی ارشاد د وزیر په شتون سره په تهران کې ترسره شوې،د دري ریډیو همکارې میرمن الهام آمین  له خوا لیکل شوی ؛عقیله ؛نومې کتاب ددغې جشنوارې د مستند لیکنې په برخې کې جایزه ترلاسه کړه.

 دغه کتاب له زیږیدا تر وفات پورې د حضرت زینب کبری سلام ا...علیها د ژوند په باب د مستند او جامع داستاان روایت دی.

د ؛جلالا ال احمد ادبی جایزه ،د فارسي ژبې هیوادونو په حوزې  کې د منثور آثارو تر ټولو لویه او باؤري ادبی ځانګړي جایزه ده چې هر کال په دغې برخې کې تر ټولو برلاسه ادبی آثار مینه والو ته معرفي کوي.

همداراز په  دغو دستورو کې  د اوږدو کیسو لنډو کیسو ،مستند سازۍ او ادبی کرکتنې، او د تطبیق پشمول په اصلي برخې کې د لیکونکو برلاسه  آثار او دغه راز د شهید قاسم سلیماني  او د سلامتیا دمدافعانو په باب خپره شوي آثار و ستاینه هم وشوه.

https://www.pririb.ir/portal/newsview/76395   

captcha