IQNA

6:36 - January 17, 2023
د خبر لمبر: 3486762
قرآني سورې/57

په حدید سورئې کې د انسان دژوند مرحلې

ایکنا-(تهران) انسان له  ماشوموالي رانیولې تر بوډاتوب پورې مختلفو مرحلوڅخه تیریږي. دغه مرحلې   د عمر د ځانګړنو او شرائطو په د لیل  له یوه بل سره  توپیر لري. د مثال په توګه، په ماشوموالی کې  تل په لوبو  بوخت وي او کله چې  انسان لوي کیږي، نو هڅه کوي خپل ژوند پراخ کړي او هڅو ته مخه کړي.

په حدید سورئې کې د انسان دژوند مرحلې

د قرآن کریم اوه پنځوسمه سوره ؛حدید ؛نومیږي. دغه سوره په ۲۹آیتونو سره د قرآن کریم په ۲۷سپارې کې واقع ده . حدید  سوره یوه مدني سوره ده او دنزول په ترتیب کې  څلور نویمه سوره ده چې د اسلام پر ګران پيغمبر(ص)نازله شوې ده..د دغې سورې  نومول هم په پنځه ویشتم آیت کې د وسپنې په معنا د حدید د ټکي د کارول کیدا په دلیل  دي.

په دغې سورې کې  دتوحید، الهي صفتونو،د قرآد دعظمت او د قیامت په ورځ د مومنانو او منافقانو  د حالاتو په باب خبرې شوي دي. په حدید سورې کې د  نوح ،ابراهیم د پيغمبرانو او د پیغمبر مقام ته د حضرت عیسی د رسیدا او دانجیل دنزول  کیسې هم بیان شوي دي . په شپږو ورځو کې د پنځون دخلقت  موضوع  ددغې سورې نوره  موضوعګانې حسابیږي.

د سورئې لومړني آیتونه په بشپړ ډول  توحید او دخداوندمتعال صفتونو  موضوع ته بیل شوي دي  او له الهی صفتونو ئې کابو شل صفتونه شمیرلي دي.

 په دغې سورې کې د شپې او ورځې څرخیدا او  د شپو ورځو اوږدیدا او لنډيدا او دغه راز په آسمانونو اومځکې کې د خدای د قدرت او فرمانروائۍ  دیوې نښې په توګه  د کال  موسمونو  اختلاف ته اشاره شوې ده.

ددغې سورې یوه مهمه برخه  دخدای په لاره کې  دبخښنې  او ددینا مالونو د بې ارزښتوالي په باب ده .  په یوې لنډې برخې کې هم  د الهی نبیانو دیوې مهمې موخې په توګه  داجتماعي عدالت موضوع ته هم  پام شوی دی.

ددینا د پریښودو مسئله او  اجتماعي انزوا، هم پکې رټل شوي  او د له دغې رودې څخه د مسلمانانو د ژوند روده او د اسلام لاره ئې  جلا کړې ده.

captcha