IQNA

د پاکستان ولسی جرګې دپيغمبراکرم(ص) کورنۍ ته سپکاوي سزا عمری بند وټاکله

18:28 - January 18, 2023
د خبر لمبر: 3486766
ایکنا-(تهران)د پاکستان ولسی جرګې نن یو قانون تصویب کړچې په اساس ئې د اسلام دګران پیغمبر(ص) کورنۍ،ماندنو او اصحابو سپکاوي کونکو لپاره د عمر بند سزا وټاکل شوه.

ایکناخبری آژانس د Pro Pakistani له قوله راپور راکړ،د پاکستان د ولسی جرګې د مشر راجه پروزیز اشرف په مشرۍ ددغې ولسی جرې په  غونډې کې د جماعت اسلامی ګوند استازي مولاناعبدالاکبر چترالي په وسیله دغه مسوده وړاندې شوه.

په راپور کې وئيل شوي دي،دغه مسوده د غړو له خوا په یوه خوله ومنل شوه. دنوي قانون په اساس، هغه کسان چې دپیغمبر اکرم د کورنۍ،ماندنو او اصحابو  د سپکاوي په جرم جرم محکوم شي، لږترلږه سزا به ئې لس کاله او ډیر ترډیره سزا به ئې په عمری بند محکومول وي.

په پاکستان کې  اسلامی سپيڅلیاؤته هرډول سپکاوی یوه حساسه موضوع ګڼل کیږي او اسلامی مقدساتو ته د سپکاوي د موضوع په نسبت  دولسی حساسیّتونو په دلیل دسپکاوي کونکو  په وړاندې سخت قوانین ټاکل شوي داسې چې په پاکستان کې  د سپکاوي کونکو عاملانو سزا کیداؤ‎، د وخت په تیریدا سره  لاسخته شوې ده.

په عین حال کې په پاکستان کې اجتماعي کارپیژاندي او فعالان په دې اند دي چې دغه قوانین،د پیغمبر اکرم د اصحابو یا د قران د سپکاوي یا دمقدساتو د سپکاویو په تورونو باندې په پاکستان کې له قانونه ورآخوا د وژلو لپاره  په دغه هیواد کې د سرزو او افراطي  عواملو د ناوړه استفادې سبب کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4115457/%D

captcha