IQNA

د قران په عمومی سیالیو کې ترټولو غوره قاریان او حافظان د خراسان رضوي او ګیلان استازي شول

18:48 - January 18, 2023
د خبر لمبر: 3486767
ایکنا-(تهران)هادی اسفیدانی،امیدرضا  رحیمي  اومحمد پورسینا د سړیو په برخې کې او غزاله سهیلی زاده،رویا فضایلی او عادله شیخي د میرمنو په برخې کې په ترتیب سره د تحقیق،دټول قرآن حفظ او دترتیل د قرآئت په څانګو کې د قرآن د عمومی سیالیو په پنځه څلویښتم پړاؤ کې لومړۍ لمبر ترلاسه کړ.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د قرآن  دعمومي سیالیو د پنځه څلویښتم پړاؤچې د مرغومی یا جدی د میاشتې له ۲۲تر ۲۸نیتې پورې ترسره شوې، دسړیو او میرمنو په څانګو کې د برلاسه کسانو نامې معرفی شوې  او ددغې نتیجې په اساس،د سړیو په برخې کې د ټول قرآن کریم  دحفظ او تحقیق  قرآئت د څانګې لومړي کسان د خراسان رضوي او ګیلان استازي شول.همداراز د میرمنو په برخې کې غوره میرمنې معرفي شوې چې د خراسان رضوي،تهران ا ګیلان استازې دي.

په راپور کې وئيل شوي دي،د ټول قرآن دحفظ ، دشلو سپارو د حفظ او دغه راز د تحقیق د قرائت په څانګې کې د ترتیل دقرائت په څانګې کې غوره میرمنې معرفي شوې دغه راز په همدغو څانګو کې دسړیو له څانګې هم غوره کسان معرفي شول.

داپه داسې حال کې دي چې د ایران د قرآن عمومي سیالیو دغه پنځه څلویښتم پړاؤ د مرغومې یا جدې دم یاشتې له ۲۲  تر اته ویشتمې نیټې پورې ترسره شوې  او غوره کسانو ته به هم غوره او نفسیې جایزې ډالۍ شي.

https://iqna.ir/fa/news/4115494/%D9%

captcha