ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رییسي د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک پرضد د اروپا پارلیمان اقدام ته په اشارې سره وویل سپاه پاسدران له ترهه ګرو سره مقابله او له سیمې د هغو شر ختم کړ .
ده همداراز وویل هیڅ پوځ او وسله وال ځواک په هغه اندازه چی سپاه له ترهه ګرۍ سره مقابله وکړه او له سیمې یې د ترهه ګرو شرختم کړ ، هڅه نده کړی .
رییسي زیاته کړه په دغه موضوع هم د سیمې د هیوادونو پوځونه او هم لوړ رتبه مسولان اعتراف کوي چی سپاه له رتهه ګرۍ سره په چلند کې لومړې رول درلودلې دې.
ده همداراز وویل هیڅ پوځ او وسله وال ځواک په هغه اندازه چی سپاه له ترهه ګرۍ سره مقابله وکړه او له سیمې یې د ترهه ګرو شرختم کړ ، هڅه نده کړی .
د ایران ولسمشر جوته کړه که حاج قاسم سلیماني اوسپاه مجاهدتونه نه وای نو اوس به په ایران او لویدیځه اسیا کې شرایط په بل ډول وو .
ښاغلی رییسي د سپاه له زحمتونو په قدرونې سره وویل هغه کسان چی نن غواړي دغه پیاوړی سپاه ورټي، نود پیړۍ محاسباتو په شان د هغو غلیمانه اقدامات په ماتې محکوم دي .