ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د سوېډن حکومت څو ورځې وړاندې د دریم ځل لپاره د قرآن د سوځولو د جواز د صادرولو په ترڅ کې د قران د سوځولو لپاره د افراطي ګوند سرغنې راسموس پالوډن امنیت هم ټینګ کړ. له هغه وروسته په هالنډ کې هم د پګېدا د افراط پال ګوند سرغنې اډوین واګنسولد هم قران شریف څیرې کړ چي دغه وحشیانه اقدامات له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شول.
د غبرګونونو د بهیر په دوام کې دا ځلې په افغانستان کې له خوست وروسته په کندهار کې خلګو د سوېډن په خلاف مظاهرې وکړې او د دې هیواد بیرغ ته یې اور واچوه.
مظاهرکوونکو د اسلامي مقدساتو سپکاوی یو غیرانساني او غیراخلاقي عمل وباله او د نړۍ له مسلمانانو ئې غوښته وکړه چي د دغو سپکو سپورو په وړاندې چوپه خوله پاته نه شي.
له دې مخکې، په ننګرهار،زابل، خوست او پکتیا کې هم پراخې مظاهرې شوې وې او د طالبانو د حکومت چارواکو هم د قران سپکاویو ته سخت غبرګون ښودلي دی.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126864