IQNA

د ملایشیا مسلمانانو دسویډ سفیر ته د قرآن کریم ترجمه شوي نسخه ډالۍ کړه

7:19 - January 29, 2023
د خبر لمبر: 3486817
ایکنا-(تهران)د ملایشیا په زرګونو خلکو اوا ددغه هیواد دغیر حکومتي تنظمیونو نمایندګانو په کوالالامپور کې د سویډ د سفارت په وړاندې په غونډيدا سره د قرآن کریم یوه نسخه ددغه هیواد سفیر ته ډالۍ کړه.

ایکناخبری آژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ،د ملایشیا څه دپاسه دیرشو غیر حکومتي ادارو(این جی اوګانو)او په زرګونو خلکو  دجمعې په ورځې په کوالالامپور کې د سویډ دسفارت په وړاندې د اعتراضیه یاددښت د سپارلو لپاره  غونډه وکړه.

دغو زرګونو مظاهره کونکو هم د سویډني ډنمارکي زوړپال سیاستوال  راسموس پالوډن د کرکیجنو او نفرت خورونکو اقداماتو په غبرګون کې  چې په سټاکهم کې ئې د قرآن کریم یوې نسختې ته اور اچولی وو،غونډ شول.

د ملایشیا داسلامی تنظمیونو دمشورتي شورا مشر محمد عزمي عبدالحمید د سویډ اقدامات چې مدعی دی ډد پالوډن په ضد ئې د بیان دآزادۍ  د حق په اساس  کوم اقدام نه دی کړی، سخت ورټل.

هغه ووئيل  دا د عقیدې د آزادۍ په نامې سره یو خطرناک اقدام دی. په عین حال کې محمد عزمي عبدالحکیم ووئیل، چې هغه په انګریزئ ژبې ژباړل شوي د قرآن کریم یوه نسخه د سفارت استازي ته ډالۍ کړه څو په ملایشیا کې د سویډ سفیر یواخیم برګستروم ته ئې وسپاري.

عبدالحمیدد ووئيل، زه د سفیر استازي ته وایم چې اسلام د سولې دین دی ،په اسلام کې آسماني دینونو ته سپکاوی او بې احترامي حرامه ده  او مونږد تاؤتریخجنو  غبرګونونو پلویان نه یوو. هغه روښانه کړه،د سفیر له استازي سره مو په یوې غونډې کې اعلان کړچې د قرآن کریم سوځول یو بشپړ  نه منونکی اقدام دی او نتیجې به ئې په درستې نړۍ کې خورې شي،هغه ته مو لږترلږه درې ورځې وخت ورکړی او که دوي د سویډ د ټول ولس په نمایندګۍ په څرنګده بخښنه ونه  غواړي،نو ددغه هیواد محصولات به بایکاټ کړو.

https://iqna.ir/fa/news/4117545

 

captcha