ایکنا خبری آژانس د جنګ انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ، نن د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په پیښور کې د پولیسو په کالونۍ کې په جامع جومات کې چې د ماسپښین لمونځّ ترسره کید،یوه وحشي ځان مرګي د جومات لومړي صف ته ځان رسولی او هغلته ئې پر ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد چاودولي چې په نتیجه کې ئې تردې دمه اته ویشت لمونځ ګوزار شهیدان او کابو یوسل پنځوس نور تپیان شوي دي .
په راپور کې وئيل شوي چې په لسګونو ټپیان مرګي حاله راپور شوي دي . په راپور کې دا هم وئيل شوي چې ټپیان او مړي لیډي ریډينګ روغتون ته رسول شوي او درملنه ئې روانه ده . چاودنه دومره زوروه وه چې د جومات چت او شاوخوا شیشې په بشپړ ډول تباه شوي او دجومات یوه برخه په بشبړ ډول ړنګه شوې ده .
د پاکستان مشرانو دخپل عادت په اساس ددغې پيښې غندنه کړې او وئيلي ئې دي چې ددغه جنایت عاملان به له سزا بچ پاتې نشي . وروستي راپورونه ښئ چې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي په یوې خبرتیا کې ددغه جنایت پړه په غاړه اخستل شوي او وئيل شو ي دي چې ډیر بریالي عملیات ئې ترسره کړي دي .
https://dunya.com.pk/index.php/dunya-headline/HeadLineRoznama/694770_1