ایکنا-(تهران)دسباؤن لسیزې او د اسلامی انقلاب د ځلانده او ولولناک بریالیتوب د څلورڅلویښتمې کلیزې په درشل کې حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن سهار د اسلامی جمهوری نظام د بنسټګرحضرت امام خمیني په حرم کې په شتون سره د هغه حضرت په حق کې فاتحه ولوسته او دغه راز ئې د شهیدانو په هدیرې بهشت زهرا کې هم شتون درلود.

ایکنا خبری آژانس د رهبرۍد ستر مقام ددفتر له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب سترلارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن سهار د حضرت امام خمیني په حرم کې په شتون سره د اسلامی جمهوری نظام د بنسټګر یاد او خاطره ولمانځله او دغه راز ئې فاتحه ولوستله.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې پسې په بهشت زهرا هدیرې کې په شتون سره د هفتم تیر د شهیدانو په قبرونو او دغه راز د شهید محمد علی رجائي او د محمد باهنر په قبرونو هم فاتحې ولوستلې.
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي همداراز د امنیت د مدافع آرمان علی وردي شهید په قبر او همداراز د دحرم د مدافعانو او د ګمنامو شهیدانو او د سلامتیا د مدافعانو په قبرونو هم ورغی او فاتحې ئې ولوستې .

