ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د ا یران د اسلامی جمهوریت د انسان دوستۍ وړونکي الوتکې د دریم ځل لپاره د سورئې حلب ته رسیدلی دي چې موکتونه، خوراکي مواد او درمل او نور ضروري شیان پکې شامل دي.
همداراز په ترکیې کې له زلزله ځپلو سره هم د ایران د اسلامی جمهوریت د انسان دوستۍ د مرستو دوهمه جوپه هم دغه هیواد ته لیږدول شوې ده او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو شپو ورځو کې نوره مرستې هم ولیږدول شي.
د ایران د سرې میاشتې دټولنې مشر پیر حسین کولیوند دغو دواړو زلزله ځپلو هیوادونو ته د متخصصانو او مرستو د ډلو او جوپو لیږد ته په اشارې سره ووئيل، د ایران دسرې میاشتې دایمرجنسي ډلو کابو اتیا وګړي سره د نجات او لټونې ټولو تجهیزاتو د ترکیې او سورئې زلزله ځپلو سیمو ته لیږدول شوي او دغه راز خپل فعالیتونه ئې پیل کړي هم دي.