ایکناخبری آژانس د الفرات نیوزله قوله راپور راکړ،د ملګروملتو د تعلیمي،علمي اوکلتوري ادارې(یونیسکو)،په عراق کې د حضرت امام حسین علیه السلام د اربعیّن په دستورو کې د زیارتوالو خدمتونه او میلمه پالنه دنړۍ ناملموس میراث په لیسټ کې شامل کړل.
یونیسکو نړیوالو کلتوري اورګان د یونیسکو په نزد دعراق په نمایندګۍ اورګان ته دمبارکۍ په پيغام کې وئيلي دي،چې د حسینی اربعیّن په پړاؤ کې د خدمت او میلمه پالنې د ثبتنیدا ګواهي نامه،د یونیسکو دکلتوری میراث دساتنې نړیوالې کمیټې له خوا صادره شوې او د یونیسکوعمومي مدیر لاسلیک کړې ده.
د حسینی اربعیّن موکبونه د اربعیّن په شپو ورځو کې د حضرت اباعبدالله الحسین علیه السلام میلیوني زیارتوالو ته په تیره بیا د حسینی اربعین د پلی لاریون په لاره کې خدمتونه اومیلمه پالنه کوي.