ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر دماڼۍ د اطلاع رسونې د دفتر راپور رو کړ، د چين ولسمشر، شي جين پينګ د دغه هېواد د ملي کانګرس په ودانۍ کې د ايران د اسلامي جمهوريت له ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي څخه چې د یوه لوړ پوړي اقتصادي او سیاسي پلاوي په مشرۍ یې د ې هېواد ته سفر کړی، په رسمي ډول هرکلی وکړ.
په دغو مراسمو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر او د لوړ رتبه پلاوي د درناوي لپاره، ۲۱ توپونه وویشتل شول او کانګرس ودانۍ ته د ولسمشر داخلېدو پرمهال، د عزت د ساتونکو د درېیو غړیو له خوا د هرکلي مراسم ترسره شول.
د رسمي هرکلي په مراسمو کې، د ایران او چین د جمهوریتونو د ولسمشرانو د یادګاري عکس له اخیستلو وروسته، د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو پلاويو غړي ور وپېژندل شول.
وروسته له هغه چې رئيسي او شي جين پينګ په رسمي ځای کې ودرېدل، د دواړو هېوادونو ملي سرودونه وغږول شول.
په رسمي مقام کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له بيا ځای پر ځای کېدو سره، د عزت ساتونکي هم د رئيسي او شي جين پينګ په مخ کې رژه ترسره کړه.
د رسمي هرکلي له مراسمو وروسته د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو پلاويو دوه اړخيزې خبرې اترې ترسره شوې او د ايران او چين ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو مهم سندونه به د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضور کې لاسليک شي