IQNA

بینیامین نتن یاهو په نیواکي ټاټوبو کې د ښارګوټو د جوړولو په دوام ټينګار کوي

7:09 - February 28, 2023
د خبر لمبر: 3486969
 ایکنا-(تهران)د عقبه له غونډې یوه ورځ وروسته، د تیریګر صهیونیسټي رژيم لومړی وزیر ټینګار کړی چې ددغه رژيم د ښارګوټو جوړونې سیاست به له کوم ځنډ پرته دوام ولري.

ایکنا د عربی۲۱له قوله راپور راکړ، د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بینیامین نتن یاهو ټينګار کړی دی ، په لویدیځي غاړې کې به د ښارګوټو جوړونې  په اړه داسرائیلو په سیاست کې هیڅ بدلون  رانشي. دغه چاره د عقبه  د اعلامیې په غبرګون کې  وه چې  داسرائيلو او فلسطین دکورواکه تشیکلاتو  دوو پلاؤ پکې شتون درلود.

په اردن کې دعقبه غونډه د تیې یکشنبې په ورځې د اسرائيلو او د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو د استازو پ رسمي شتون سره پاي ته رسیدلې او ددغې ناستې په پایزې اعلامیې کې  اعلان شوی چې دوي د څو موضوعګانو په سر سره موافقې ته رسیدلي دي  چې ترټولو مهمه ئې تر څلورو میاشتو لپاره د نوو ښارګوټو د جوړولو دریدا  او د شپږ میاشتو لپاره د  هرډول نوي ښارګوټي د جوړولو تصویبیدا نه ترسره کیږي.

 د نیواکګر صهیونیسټي رژيم  لومړي وزیر بینیامین نتن یاهو بیګا  په یوه ټویټ کې وئيلی دي،د ځینو ټویټونو په اپوټه،په یهودا و السامره(نیواکي لویدیځي غاړه) کې  دښارګوټو جوړول او قانوني کول به له کوم بدلون پرته د جوړونې د پلانونې او وخت په اساس دوام ومومي.

د اسرائيلو د داخلی امنیت سلاکار او په عقبه غونډې کې د اسرائيلي پلاوي مشر تزاچي هانګبي هم وئيلي دي ،له دغې کتنې سره داړونده راپورونو او ټویټونو په اپوټه ، د اسرائیلو په سیاست کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلي.

د صهونیسټي رژيم د داخلی امنیت وزیر ایتامار بن غفیر هم پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ،هغه څه چې په اردن کې پیښ شوي دي ،په اردن کې به پاتې شي.

دعقبه غونډې په اعلامیې کې چې بیګا د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو او صهیونیسټي رژيم د لورو له خوا لاسلیک شوي ، راغلي وو،لورو د  تاؤتریخوالي په کمیدا و او د ترینګلتیاؤ دزیاتیدا په مخنیوي ټینګار کړیدی اوپه همدې دلیل باید په نیواکي قدس کې په مقدسو ځایونو کې موجوده وضعیّت وساتل شي  

https://iqna.ir/fa/news/4124732

 

captcha