ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د پاکستان د پيښور د خبریالانو د ټولنې مشر ملک ارشد عزیز،د آخ ټيلیویژني چینل د ادارې مشره میرمن فرزانه علي،د کسوټي خپرونې دډيجیټلی برخط مسئول اسد خان او د بل نیوز ټيلیویژني چینل خبریال آصف شهزادبیګا دایرنا خبری آژانس د دفتر په لیدو سره ، یوه بل ته د ایران او پاکستان د واقعیّتونو درسولو په موخې سره د رسندوئي ملګرتیاؤ په پراختیا ټينګار وکړ.
د پاکستان دغو خبریالانو همداراز د ایران د خلکو میلمه پالنه او په زړه پورې چلند وستایۀ او وې وئيل چې د ایران اوسني واقعیّتونه له هغه څه سره چې بهرنۍ رسندوئې ئې دایران او ایرانیانوپه ضد خپروي ،بشپړ توپیر لري. دوي همدرااز په مختلفو ډګرونو کې په تیره بیا د ایران د ملت په ضد دلویدیځ له بندیزونوسره سره ، دساینس او ټیکنالوجۍ په برخې کې د ایران پرمختګونه ډير مهم وبلل. دغو خبریالانو همدرااز د دواړو هیوادونو د رسندوئي ملګرتیاؤ دپیاوړتیا لپاره د دلچسپۍ په ښودلو سره هیله وښودله چې ددواړو هیوادونو د رسندوئي پلاؤ راشه دیرشه د ددواړو لورو د لاښې پيژندګلوۍ او درک او هم په مختلفو زمینو کې د دواغړو هیوادونو د مناسباتو د پراختیا او پیاوړتیا سبب شي.