ایکناخبری آژانس راپور راکړ، قاری عبدالباسط احمد په دغه ویډیو ئي کلیپ کې د قرآن کریم د انبیاء سورې له یوسل لومړي تر یوسل څلورم پورې آیتونه تلاوت کړي دي چې په ټولنیزو چینلونو کې ئې تود هرکلی شوی او ستایل شوی دی
«إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُمْ مِنَّا الْحُسْنَى أُولَئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ، لَا يَسْمَعُونَ حَسِيسَهَا وَهُمْ فِي مَا اشْتَهَتْ أَنْفُسُهُمْ خَالِدُونَ، لَا يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ هَذَا يَوْمُكُمُ الَّذِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ، يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاءَ كَطَيِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ:
؛بې شکه هغه کسان چې مخکې دمونږ له خوا ورته د انعام وعده ورکړل شوې ده،له هغوي به (اور)لیرې کړائ شي، دهغو غږ اوځوږ به هم نه اوري او هغوي په هغه څه کې چې د دوي زړونه وغواړي تل پاتې شي او د هغوي ستر غمونه به دوي غمګین نه کوي ااو فرښتې د دوي هرکلی کوي( او دوي ته وائي )؛دا هماغه ورځ ده چې تاسو ته ئې وعده درکول کیدله، هغه ورځ چې آسمان دپاڼو په شان په یوه بل پسې کیښودل کیږي::: عبدالباسط احمد دغه تلاؤت ډير په زړه پورې انداز سره وړاندې کړ او د هغه دغه اجرا د ترکیې د ټي آر ټي ټيلیویژڼي چینل د قرآن د تلاؤت د سیالیو سیمي فاینل یا نیمه پای سیالیو مرحلې ته د رسیدا لامل شوه چې په دغه ویډیو ئې کلیپ کې ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.