IQNA

قرآنی سورې/64

هغه ورځ چې پښمانه کیدا هیڅ ګټه نه لري

6:06 - March 05, 2023
د خبر لمبر: 3486988
ایکنا-(تهران)کله دځينو کارونوپه ترسره کیدا سره ډير زر پښمانه کیږو او هڅه کوو خپله تیروتنه جبران کړو،خو یوه ورځ به راورسیږي چې زمونږ په کړچار پښمانه کیدا به هیڅ ګټه ونه لري او د مونږ تیروتنې بیا نه جبرانیږي.

د قرآن کریم څلور شپیتم آیت ؛تغابن؛نومیږی.دغه سوره په اتلسو آیتونو سره د قرآن کریم په اته ویشتمې سپارې کې واقع ده.دغه سوره چې یوه مدنی سوره ده،دنزول په تربیب کې یوسل لسمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم نازله شوې ده.

دغه سوره په دې دلیل تغابن نومیږي چې په نهم آیت کې ئې، د قیامت ورځ د التغابن ورځ نومول شوې  ده.تغابن د بې وسۍ او په کار د پښمانیدا په معنا دی. د التغابن ورځ  یعني هغه ورځ چې انسانان په هغو کارونو چې په ژوند کې ئې کړي  او د دوي په تاوان دي ،پښمانه کیږي.

د تغابن سورې په موخو کې ،د توحید یادونه،د معاد یادول او له هغو فرصتونو څخه د استفادې لپاره  انسانانو ته خبرداری دی چې په دغې دنیا کې ئې د ښو کارونو لپاره په اختیار کې لري.

هغه ترټولو مهمو موضوعګانې چې په دغې سورې کې مطرح شوي دی،دمعاد په باب بحث،د انسان د پنځولو موضوع او په خداي دتوَکل،د پور ورکولو خوښیدا او له خسیس شونې څخه ډده کیدا په څيراخلاقي او اجتماعي حکمونه پکې شامل دي.

د سورې پيل دخداي تعالی دصفتونو بیانولو ته مخه کوي او په دې پسې،دخداوندمتعال له علم څخه په استفادې سره خلکو ته خبرداری ورکوي چې  دخپلو ښکاره او پټو عملونو په باب خیال وکړي،او د پخوانیو خلکو برخلیګ هیر نه کړي. ددغې سورې په یوې بلې برخې کې،معاد او آخرت او دهغو ځانګړنو ته اشاره شوې ده. ددغې ورخې یوه ځانګړنه ،یوه ډله د خپلو دنیوي عملونو په باب پښمانه دي.

دخدای او دخدای دپیغمبر د اطاعت حکم او د پیغمبرۍ پر اصل ټينګار  ددغې سورې نوره موضوعګانې دي . د سورې ترټولو وروستۍ برخه  هم خلک  دخدای په لاره کې بخښنې ته هڅوي  او خبرداری ورکوي چې په خپلو مالونو،اولادونو ،ماندینو سره دوکه نشي. په دغې سورې کې اموال، بچیان او همسر په دنیا کې د انسان د آزموینې  وسیلې بلل شوي دي.

ځینی دغو آیتونو ته په پام سره فکر  کوي باید  له دغو الهي اودنیوي آزموینو او دوکو څخه لیرې شي ، خو هغه څه په اساس چې دتفسیرپه کتابونو کې راغلی دي ،د ټولو په حق کې امتحان حتمی او قطعي دی  او  د تښتې لاره نشته،البته باید  خیال وساتل شي  اوپه امتحانونو کې له ناکامۍ او احتمالی ګمراهیو څخه  خدای تعالی ته پناه یوړل شي.  

captcha