ایکنا خبری آژانس له لاهوره راپور راکړ، د پاکستان او ایران د کلتوري مشترکاتو د مستند د جوړیدا په باب په ترلاسه شوومکاتباتو اومذاکراتو پسې ،په لاهور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری خونې دمسئول ،دهنری او کلتوري ملګرتیاؤ دعمومي ادارې د استازي،د پرس ټي وي چینل دمستند برخې د مدیر او د پاکستان د ډيسکور چینل د عمومی اړیکو دمدیر په شتون سره یوه وبینارغونډه جوړه شوه او په غونډې کې حاضرو استازود مشترک مستند د آثارو پر تولید ټينګار وکړ.په دغه وبینار غونډې کې په لاهور کې د ایران د کلتوري خونې مسئول جعفر روناس،د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې د کلتوری ملګرتیا ؤ دعمومي ادارې کارپيژاند مهدی صالحي ،د پرس ټي وي د مستند برخې مدیرې میرمن فرهنګ،د پرس ټي وي چینل د مستند پروډیوسرې میرمن ماریه ماوتي او د پاکستان د ډیسکور چینل د عمومي اړیکو مدیر انس فاروقي ګډون درلود.
په دغې ناستې کې په لاهور کې دایران د کلتوری خونې مسئول جعفر روناس ووئيل، د ایران او پاکستان د کلتوری مشترکاتو دمستند جوړول به د اړیکو په ژورتیا او د مشترګ کلتور باندې د دواړو هیوادونو دخلکو پوهیدا په ځان پسې ولري. ددغه مستند اهمیّت له دې پلوه ډير اهمیّت لري چې دایران او پاکستان خلک د ګډو پولو له درلودلو سره سره د یوه بل سم اطلاعات او انځور نه لري او ددې دلیل د واسطې رسندویو پر خبرونو تکیه کول دي.
هغه په دغې وبینار ناستې کې هیله وښودله چې د خوښو شوو موضوعګانو داجرائي کیدا لپاره عملی ګامونه پورته شي او په نزدې راتلونکي کې د فلم او سریال په حوزې کې د لازیاتو مشترکو پروژو کتونکي شو.
په دوام کې د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې د کلتوری ملګرتیاؤ دعمومی ادارې یوه کارپيژاند مهدي صالحي هیله وښودله چې دغه غونډه د دواړو هیوادونو دمطرح چینلونو دملګرتیا لپاره یوه ښه پیلامه شي او د مستند فلم له ګډتولید وروسته ،دواړه هیوادونه د فلم ،سریال او انیمشن د ګډ تولید په زمینې کې هم ملګرتیا وکړائ شي.
همداراز د پاکستان دډیسکور چینل د عمومی اړیکومدیر انس فاروقي د مستند مشترک تولید په باب د ایران له پرس ټي وي چینل سره د هرډول ملګرتیا لپاره د چمتووالي په اعلانولو سره ووئيل، دپاکستان ډیسکور چینل هره ورځ دنړۍ په شلو هیوادونو کې په څلویښت میلیون مخاطبانو سره لیدل کیږي. دغه چینل په تیر وخت کې هم د تاجیکستان په څير له هیوادونو سره مشارکت درلودلی او ښه پوهیږي چې د متقابل کلتورپه موضوع سره مستند تولید د دواړو هیوادونو د اړیکو دپراختیا یوه ترټولو ښه لاره چاره ده.
هغه فارسي ژبه د ایران او پاکستان یو مشترک عنصر وباله او وې وئيل، د پاکستان ولس د زیارتي ځایونو د درلودلو په دلیل له ایران سره خاص مینه لري او هرکال د زیارتونو لپاره په زرګونو پاکستانیان دغه هیواد ته سفر کوي.
د ایران کلتوری آتاشي هم د غونډې په پاي کې د پاکستان د ډيسکور چینل او د ایران دپرس ټي وي چینل ترمینځ د ملګرتیا دنفاهم نامې دلاسلیک کولو وړندیز مطرح کړ او وې وئيل، ډیر زر به د پرس ټي وي مسئولان پاکستان ته د سفر لپاره وبلل شي څو په حضوري بڼه عملی اقدامات ترسره شي او لوري د لازیاتو ملګرتیا ؤ لپاره دملګرتیا تفاهم نامه لاسلیک کړي.