IQNA

د زده کونکو مسمومیّت یو نه بخښونکی ستر جنایت دی

15:40 - March 06, 2023
د خبر لمبر: 3486996
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب ستر لارښودد زده کونکو دمسمومیّت موضوع ته اشاره وکړه او په دې خبرې په ټینګار سره  چې د پولیس  او اطلاعاتی  ادارې او مسئولان باید دا په جدیّت سره تعقیب کړي،ووئيل؛ دا موضوع یو ستر او نه بخښونکی جنایت دی  او که  کوم کسان په دغې پيښې کې لاس لري ،باید  عوامل او سببونه ئې سخت سزاشي.

ایکنا خبری آژانس د رهبری د ویب پاڼې له قوله راپور راکړو دم اسلامی انقلاب ستر لارښود  نن د  شجرکارئ له  ورځې سره په یووخت  نن سهار درې نیالګي ولګول.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود د نیالګیو له کښودلو یا لګولو وروسته په یوې وینا کې د درو نیالګیو د  کارلو دعلت په باب د ؛هر ایرانی درې نیالګي :په عنوان سره د شجرکارئ  د ورځې دسږکال  شعار ته اشاره وکړه او وې وئيل،که دټاکل شوي شعارپه اساس،  هرایرانی  درې نیالګي کیږدي، د یومیلیارډ نیالګیو د کیښودلو لپاره دحکومت پروګرام، له ۱۴۰۲لمریز کال څخه او د څلورو کلونو په مودې کې پوره شي.

کاشت نهال در روز درختکاری

حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه اي د ژواک  چاپیریال  په ساتنې کې د نیالګي کیښودلو موضوع   اهمیّت ته اشاره وکړه او په دې خبرې په ټينګار سره ئې  چې د خلکو په مرستې سره  د یومیلیارډ نیالګیو کیښودل  ممکن شي  ووئيل؛ د متخصصانو او کارپيژاندو سپارښتنه   دا ده چې دمیوه دارو وَنو پر کارلو سربیرهباید ځنګي وَنې او هغه ونې  چې لرګی ئې اهمیّت لري، هم وکارل شي،ځکه د هیواد په اقتصاد کې د لرګي تجارت ډيرې اغیزې  لري.

کاشت نهال در روز درختکاری

د اسلامی انقلاب ستر لارښود د مشکلاتو د حل لپاره  دمسئولانو هڅې ته په اشارې سره  ووئيل ، مسئولان باید  له ټولو ممکنو اقتصادي لارو څخه استفاده وکړي څو  د خلکو د مشکلاتو دحل لپاره    سمې حلارې ته  ورسیدل شي.

دوي دغه راز په همدارووستیو کې د زده کونکو مسموم کیدا  موضوع ته هم اشاره وکړه او په دې په ټينګار سره ئې  چې مسئولا او د پولیسو اواطلاعاتو ادارې باید  دا په جدیّت سره تعقیب کړي ووئيل؛ دغه موضوع یو لوی جنایت او نه بخښونکی خبره ده  اوکه  چا په دغې پيښې کې  لاس لرلی وي،باید  عوامل  سبببونه ئې سخت سزا شي څو دنورو دعبرت درس شي.

کاشت نهال در روز درختکاری

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  دغه موضوع د ټولنې پر ترټولو معصومې پرګنې یعني ماشومانو په حق  جنایت  او همداراز د ټولنې د نفسیاتي  ناکراري او د کورنیو د اندیښنې سبب  وبالۀ او وې وئيل، ټول دې پوهه شي که کوم کسان ددغه جنایت د عواملو په توګه وپيژندل  او  محکوم شي ، نو د دوي په باب به هیڅ بخښنه  نه وي ،ځکه  باید په سخته سزا شي څو د نورو لپاره  هم یو عبرت شي.

کاشت نهال در روز درختکاری

 https://iqna.ir/fa/news/4126360/%D9%

captcha