ایکنا خبري آژانس د الطریق له قوله راپور راکړ،په مصر کې د ټولنیزو چینلونو کارونکو د مصر دشمالي ولایت الجیزه د الجیزه ښار په شاوخوا طموه کلي کې د خدای د آسماني کتاب د یوشمیر حافظو انجونو د فارغ التحصیلۍ ولولناکو او پرتمینو دستورو انځورونه او فلمونه خپره کړي دي.
د هغو زده کونکو ډيرې په زړه پورې صحنې په داسې حال کې چې یو شان قالی ئې اغوستي او ویاړمن میډالونه ئې په لاسونو کې نیولي،هغه هم د خپلو کورنیو دغړو او دکلي د زیات شمیر اوسدونکو په شتون کې دهر یوه کتونکي لپاره ډير جذاب او په زړه پوري دي.
په دغو دستورو کې یو شمیر زده کونکو په سپينو اوتورو قالیو په اغوستو سره یوه انساني کړئ جوړه کړې او یو شمیر نورو هم په شنو قالیو او سپينو سکارفونو په اچولو سره ، د قرآن د حفظ مدرکونه او ستاین لیکونه ترلاسه کړل.
دغه دستورې د الازهر پوهنتون سره اړونده دالعز قران ک ریم د ښوني مرکز او د الازهر دیو شمیر عالمانو په شتون سره په پرتمین انداز کې ترسره شوې.
دغه مرکز هر کال د قرآن کریم د حافظو انجونو د ستاینې لپاره ولولناکې دستورې او جشن جوړوي،څو زده کونکې انجونې دخدای دآسماني کتاب حفظ کونې ته وهڅوي.
د ټولنیزو چینلونو کارؤنکو هم د ماشاالله ، تبادک الله،او لاحول ولاقوةالا باالله العلی العظیم په څير دعبارتونو په لیکلو سره وئيلي دي،دغه جشن یوه داسې افسانه ده چې هر یو کتونکی خوشالوي او دا نجونې د انحرافاتو او ګمراهیو په ضد د مصر سټراټژيکه زیرمه ده.
په دې اړه ایکنا ددغو ولولناکو دستورو یو شمیر انځورونه برابر کړي چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.