IQNA

په هامبرګ کې د قرآن نهمې اروپائي سیالۍ نن پاي ته رسیږی(انځورونه)

6:44 - March 12, 2023
د خبر لمبر: 3487022
ایکنا-(تهران)د قرآن کریم د اروپائي سیالیو نهم پړاؤ د تیرې جمعې په ورځې د هامبرګ په اسلامی مرکز کې د جرمني د دارالقرآن په همت سره پیل شوی دی.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،دغه سیالۍ د آذان،حفظ،قرآئت او د قرآن د مفاهیمو په څانګو کې او  ښاغلو اوآغلو په سوئې ترسره شوي دي  اوتر درو ورځو پورې دوام لري.

د قرآن کریم د معارفو او کلتور خپریدا او دودیدا ، د قرآني شخصیّتونو د ودې او غوړیدا، د وحي له کلام سره د قرآن کریم د حافظانو او قاریانو  د لازیات انس ،د اروپا په قرآنی ټولنې کې د  اتحاد د رامینځةکیدا  او یوه بل ته ممتازو قاریانو او حافظانو دتجروبو د منتقلولو زمینه جوړونې ، ددغو سیالیو د ترسره کیدا موخې اعلان شوي دي.

د سیالیو نهائي پړاؤ او د پایزې دستورې او د جایزو ډالۍ کول به نن په ځاي وخت سهار نهه بجې  د هامبرګ په اسلامی مرکز کې ترسره شي.

 سیالۍ د شپاړس کلنو او له شپاړس کلونو څخه د کم عمره زلمیانو ترمینځ ترسره شوې  او د قرآن قرائت (د برادرانوبرخه)،د قرآن حفظ ، هم د برادرانو او هم دخوئيندو برخه ، ترتیل دخویندو برخه ،د قرآڼ مفاهیم هم د براردانو او هم دخوئيندو برخه ،آذان د برادرانو برخهاو تواشیح او مداحي  له موزیک پرته د برادانو برخه  ددغو سیالیو څانګې دي.

ددغه راپور په اساسو د شپاړس کلنوقاریانو د قرآئت په څانګې کې  لومړی کس ته یوزر پنځه سوه یورو، دوهم کس ته یو زر دوه سوه یورو  او دریم کس  ته هم زر یورو  او دغه راز  د نورو څانګو غوره کسانو ته هم نفیسې  جایزې ډالی کیږي.

همداراز به له څلورم تر شپږم مقام ګټونکو ته  په هرې څانګې کې ، عتبات عالیاتو ته د تګ راتګ   خرڅه ورکړل شي او  د هر یوه هیواد په استازو کې هر یو ګډون کونکی چې تر ټولو زیات امتیاز ترلاسه کړي، د لازمو شرائطو ددرلودلو په بڼه کې  د قرآڼ کریم نړیوالو سیالیو ته لیږل کیږي .

https://iqna.ir/fa/news/4127285

captcha