ایکناخبری آژانس راپور ورکړ، د اسلامی ارشاد اوکلتور د وزیر د قرآن او عترت د چارو مرستیال علی رضا معافد کب میاشتې په ۲۲د قرآن کریم د دیرشم نړیوال نندارتون په خبری کنفرانس کې دې ته په اشارې سره چې د قرآن نندارتون دد ۱۴۰۲لمریزکال د وري د میاشتې له دولسمې نیټې تر شپږویشتمې نیټې پورې دتهران په امام خمیني عیدګاه کې ترسره کیږي ووئيل،د نندارتون دغه پړاؤ به له مازدیګر پنځو بجو راهسې د سهار وختي پورې دوام ومومي.
هغه دې ته په اشارې سره چې د نندارتون د تر وروستیو وختونو پورې خلکو دخدماتو لپاره د ښاروالۍ له مدیرانو سره لازمې غږملتیاوې شوي دي،زیاته کړه،په دې زمینې کې د ښار د شورا له غړو او د تهران د ښاروال له مرستیالانو سره هم ډيرې ناستې شوي دي او هیله مند یوو خلکود ښو خدماتو رسونې شاهدان ووسو.
د قرآڼ ددیرشم نندارتون مشر روښانه کړه په نندارتون کې به ۴۰۰پروګرامونه اجرا شي او د تیر کال په نسبت په محتوا او پراختیا کې پنځوس فیصده وده شوې ده.
ښاغلی معاف همداراز د نندارتون ددغه پړاؤ په نړیوالې برخې په باب هم ووئيل، د قرآن د نندارتون په مخکینیو کلونو کې سره له دې چې عنوان ئې نړیوال ؤ ،خو ځانګړنې ئې نه درلودې،په دغه پړاؤ کې او او په مخکینیو میاشتو کې په ۲۲هیوادونو کې د ایران دکلتوري خونو له سلایارانو سره وبینار غونډې شوي دي او ښه غږملتیاوې ترسره شوي دي.په دغې برخې کې د ګډون لپاره ۲۲هیوادونو چمتووالی اعلان کړی دی او د اتو هیوادونو د فرهنګ او اوقاف وزیران به هم ددغه نندارتون کتنه وکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4127881